استرالیا د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د لوېدیځ بیت المقدس د پېژندلو پرېکړه بېرته واخیسته

    • Author, تيفني ټرنبول
    • دنده, بي بي سي - استرالیا
  • د خپرېدو وخت

استرالیا له خپلې هغې څلور کاله مخکنۍ پرېکړې په شا شوې ده چې لوېدیځ قدس یې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه پېژندلی و.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرې پیني وونګ وویل، د کانبیره ۲۰۱۸ کال پرېکړې سوله پیکه کړې ده او استرالیا یې له نورو هېوادونو سره ناهمغږې کړې ده.

دا وايي، استرالیا لا هم د اسراییلو "ټینګ ملګری" هېواد دی او تل ابیب کې به خپل سفارت پرانیستی وساتي.

د قدس حیثیت د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ ټولو لویه اختلافي قضیه ده.

د اسراییلو لومړي وزیر یائیر لاپید وویل: "د هغې طریقې په رڼا کې چې استرالیا کې دا پرېکړه وشوه، په رسنیو کې د تاسم راپور په اړه د چټک غبرګون په توګه موږ یواې هیله کولی شو چې د استرالیا حکومت نورې مسلې په جدي او مسلکي توګه اداره کړي".

دی زیاتوي: "بیت المقدس د اسراییلو ابدي او یوازېنۍ پلازمېنه ده او هېڅ شی به یې بدله نه کړي".

د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې هغه وخت له نړیوالو نیوکو سره مخامخ شو چې د لرغوني ښار د اسراییلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت پیژندلو سره یې د امریکا د لسیزو بهرنۍ پالیسۍ بدله کړه. د امریکا سفارت د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې له تل ابیب بیت المقدس ته ولېږدول شو.

څو میاشتې وروسته، د استرالیا د هغه وخت لومړي وزیر سکاټ موریسن وویل، حکومت به یې د واشنګټن پر پله پل کېږدي.

موریسن هغه مهال وویل، استرالیا سم لاسي لوېدیځ بیت المقدس د پلازمېنې په توګه پېژني، خو له تل ابیب نه به خپل سفارت تر هغه ونه لېږدوي چې دواړې غارې یوې سولې ته رسېدلې نه وي.

د موریسن حکومت د سږ کال مې میاشتې ټاکنو کې له واکه لیرې شو.

د بهرنیو چارو وزیرې پیني وونګ د سې شنبې په ورځ د پخواني حکومت پرېکړه استرالیا کې تر ټاکنو مخکې د یهودي رایه اچوونکو لپاره دا "بدبینانه یا مذهبي لوبه" وبلله.

هغې وویل: "له بده مرغه د موریسن پرېکړه د استرالیا د دریځ بدلولو لپاره یوه سیاسي لوبه وه او دا پرېکړه استرالیا کې د ډېرو هغو خلکو د اندې‍ښنې لامل شوه چې دا مسله ورته ډېر اهمیت لري".

وزیرې ټینګار وکړ چې د هېواد دریځ هماغه پخوانی دی، (د اسراییلو او فلسطیني ولس) ترمنځ د سولې ټینګښت.

بریتانیا دا مهال قدس ته د خپل سفارت پر لېږدولو غور کوي.

امریکا، هیندوراس، ګواتیمالا او کوسووا هم په قدس کې خپل سفارتونه لري.

په داسې حال کې چې اسراییل قدس خپله ابدي پلازمېنه بولي، فلسطینیان بیا ختیځ بیت المقدس - چې د ۱۹۶۷ کال جګړه کې اسراییلو لاندې کړ- د خپل راتلونکي دوت پلازمېنه ګڼي.

قدس د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د شخړې یو لوی لامل هم دی.