فلسطين کې جنګي جرمونه: د بريتانيا له حکومته د رسمي بښنې غوښتنه شوې
د خپرېدو وخت
د بريتانيا له حکومت غوښتل شوي چې نژدې يوه پېړۍ وړاندې په تاريخي فلسطين کې د بریتانیايي پوځيانو لخوا د ادعا شويو جنګي جنايتونو له امله رسمي بښنه وغواړي.
دا عریضه او ورسره ۳۰۰ مخه شواهد یوه سپین ږیري فلسطیني سوداګر چې په کوچنیوالي کې بریتانيايي ځواکونو ویشتلی او ټپي کړی و، وړاندې کړې ده.
د بي بي سي یوې پلټنې تاریخي اسناد او شواهد لیدلي او له ۱۹۱۷م کال تر ۱۹۴۸ کال پورې د بریتانیايي ځواکونو لخوا، د غچ وژنو، شکنجې، او د ډله ییزې سزا په ډول د کورونو نړولو ادعاوې یې موندلې دي.
د بریتانیا دفاع وزات وايي ټول شواهد به په غور وګوري.