تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ډونالډ ټرمپ په اړه اووه مهمې افشاګرۍ څه دي؟
"د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپله لور نږدې له دندې ګوښه کړې وه او په ولسمشرۍ دوره کې کمود کې د اړینو اسنادو غورځول یې یو له معمولي عادتونو وو."
د ټرمپ په اړه دغه خبرې د نیویارک ټایمز خبریالې مګي هابرمن د "Confidence Man" په نامه خپل نوي چاپ شوي کتاب کې چې مانا یې" په ځان باورمن سړی" دی په ډاګه کړې دي.
په دغه کتاب کې د ټرمپ د ژوند له لومړیو کلونو نیولې تر هغې چې د نیویارک سوداګر و او بیا یې د ولسمشرۍ دورې وروسته ژوند مهم مسایل پکې راخیستل شوي دي.
ښاغلي ټرمپ د مېرمن هابرمن پر دغه کتاب نیوکې کړي او ویلي یې دي چې ډېرې کیسې یې خیالي دي او هېڅ واقعیت نه لري.
دغه اووه مهمې افاشاګرۍ دلته لوستلی شئ
۱: ټرمپ غوښتل خپله لور ایوانکا او زوم جېرد کوشنر له دندې ګوښه کړي
هابرمن د هغه وخت د پوځ لوی درستیز جان کیلي او د سپیني ماڼۍ سلاکار ډان مک ګان سره په لیدنه کې د دوی له قوله لیکلي، نږدې و چې ټرمپ یو ټویټ وکړي چې خپله لور ایوانکا او زوم جېرد کوشنر له دندو ګوښه شول خو ښاغلي کېلي له لوري له دې کاره راوګرځول شو او مشوره یې ورکړه چې له ټویټ وړاندې دي خپلې لور او زوم سره په دې اړه خبرې وکړي، خو هغې هېڅکله دا خبره هغوی ته و نه کړه او دواړه تر پایه د سپینې ماڼۍ د دستیارانو په توګه پر خپلو دندو پاتې شول.
ټرمپ دا خبره رد کړې او وايي، هېڅکله یې داسې کوم څه ذهن کې نه دي ګرځېدلي.
۲: ټرمپ مکسیکو کې د نشه یي توکو پرازمایښت ځای د بمبار خبره مطرح کړې وه
هابرمن لیکي چې ښاغلي ټرمپ څو ځلې مکسیکو کې د نشه یې توکو پر ازمایښت ځاي بمبار خبره یاده کړې وه. هغه وړاندیز چې د امریکا د دفاع مخکیني وزیر مارک سپیر یې هم حیران کړی و.
دغه نظر له هغو خبرو وروسته راپورته شوې و چې ټرمپ د عامې روغتیا وزارت لوړ پوړي چارواکي او د پوځ روغتیا برخې یوه قوماندان برېت ګیروییر سره کړې وې.
ښاغلي ګیروییر هغه مهال خپل اغوستل شوي یونفورم سره کاري دفتر ته تللی و، او ټرمپ ته یې ویلي و چې په مکسیکو کې د ناقانونه درملو د تولید تاسسیات باید "د هدف په لور رهبرۍ" تر نامه لاندې مدیریرت شي چې له مخې یې د هغو ناقانونه موادو مخه ونیسي چې له پولې تېرېږي.
ټرمپ په تېروتنه کې د ګیروییر پر ځای یو بل نظامي افسر ته د نشه یې توکو پر تاسیساتو د بمبار وړاندیز ورکړ.
له دغه کار وروسته بیا سپینې ماڼۍ له ښاغلي ګیروییر غوښتي و چې نور دې خپل یونیفورم نه اغوندي.
۳: ټرمپ وېره درلوده چې کرونا به یې مړ کړي
کله چې ټرمپ په ۲۰۲۰ کال کې په کرونا وبا اخته شو، وضعیت یې خراب و او ډارېده چې مړ به شي. په هغه وخت کې د نوموړي د دفتر رییس مرستیال توني اورناتو ورته یاده کړې وه چې د روغتیايي وضعیت له بدترېدو سره یې باید د دولت د دوام تضمین لپاره اقدامات وشي.
سره له دې چې ټرمپ هڅه کوله کرونا ډېره جدي و نه نیسي خو بیا هم ډارېده چې کرونا به یې پر سیاسي خوځښت منفي اغېز وکړي.
هابرمن لیکي، ټرمپ خپلو دستیارانو ته ویلي و چې ماسکونه لرې کړي او د نیویارک والي ته یې سپارښتنه کړې وه چې تلویزیونونو کې دې د کرونا په اړه نه غږېږي.
۴: ټرمپ د بریتانیا لومړۍ وزیرې سره لیدنه کې د خپل ملکیت یادونه کړې وه
د هابرمن په کتاب کې د ټرمپ او د نړۍ د مشرانو تر منځ د څو غونډې تفصلي یادونه هم شوې، د بېلګې په ډول، ټرمپ د هغه وخت د بریتانیا لومړۍ وزیرې ترېزامي سره لومړۍ ناسته کې د حمل لرې کولو په اړه ویلي و:
"ځینې کسان نه غواړي خپل حمل لرې کړي، خو ځینې بیا غواړي دا انتخاب ولري چې ماشوم ولري یا نه، هغوی باید دا حق ولري. تصور وکړئ چې یو حیوان صفته انسان چې بدن یې له خالونو(ټټو) ډک وي او راځي ستاسې پر لور تېری کوي او هغه ترې مېندواره کېږي؟
او بیا یې موضوع شمالي ایرلنډ ته واړوله چې څنګه خپل ملکیت ته نږدې د سمندري بادي پروژې مخه ونیسي.
۵: ټرمپ د نیویارک مخکینۍ ښاروالې جولیاني ته ویلي و د ۲۰۲۰ ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو بدلولو لپاره هر کار کولو ته چمتو دی
کله چې ټرمپ پوه شو د ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی جوبایډن شو د نیویارک مخکینۍ ښاروالې رودي جولیاني او خپل شخصي وکیل سره یې اړیکه ونیوله.
کله چې نورو وکیلانو د ټاکنو د پایلو له بدلولو ډډه وکړه ټرمپ جولیاني ته وویل چې"ښه ده جولیاني، دا کار ته ورکړه، هر کار چې کولی شې، زه یې کیسه کې نه یم."
کتاب کې راغلي چې ټرمپ جولیاني ته ویلي:" زما وکیلان ډېر بې کفایته دي." هغه پرلپسې د سپینې ماڼۍ پر سلاکار پیت سیپولون نیوکې کولې.
۶ ټرمپ رسمي اسناد د سپیني ماڼۍ د تشناب په کمود کې اچول
کله چې ټرمپ ولسمشر و د سپینې ماڼۍ کارمنان ډېر ځله متوجه شوي و چې د تشناب کمود له چاپي کاغذونو ډک دی او په دې ډاډه و چې ولسمشر اسناد مینځلي دي.
هغوی همدا راز ادعا کړې وه چې اسناد یې د ولسمشرۍ د اسنادو د قانون پر خلاف څېرلي او تشناب کمود کې یې فلش کړې دي.
د دغه قانون له مخې، هغه اسناد چې ولسمشر یې ترلاسه کوي او یا یې ترتیبوي د امریکا دولت پورې اړوند دي او د هغه کس د ولسمشرۍ دورې د پای ته رسېدو وروسته د امریکا ملي ارشیف کې خوندي کېږي.
۷: ټرمپ فکر کاوه توکمیز لږکي کارمنان ګارسونان دي
هابرمن لیکي، ۲۰۱۷ټرمپ کال کې له ولسمشر کېدو لږ مخکې د کانګرس یوه غونډه کې د دیموکرات کارمنانو یوې ډلې ته چې له توکمیز پلوه یې توپير درلود مخ واړاوه او له هغوی یې وغوښتل چې خواړه ورته راوړي، فکر یې کاوه چې ګارسونان دي.
د کتاب د جزیاتو له مخې، ټرمپ دغه چلن د سناتور چک شومر او د نانسي پلوسي د استازي له کارمنانو سره کړی و.