د روسيې ولسمشر څرګندونو پر وړاندې نړيوال غبرګونونه ښودل شوي

د ویډیو تشریح، د روسيې ولسمشر څرګندونو پر وړاندې نړيوال غبرګونونه ښودل شوي
د خپرېدو وخت

د اوکرايين ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ټینګار کوي چې اوکرایین ډاډه دی چې بریالی کېږي به. دا له دې سره سره چې پرون کرېملېن د اوکرایین څلور نیول شوې سیمې په غېر قانوني ډول د روسیې برخه وبللې.

دا د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې لومړی ځل دی چې دومره ډېره خاوره په یو ځل نیول کېږي. په کرېملېن کې د دې سیمو د رسمیت پېژندو لاسلیک لپاره په مراسمو کې ښاغلي پوتین اعلان وکړ چې دونیڅک، لوهانسک، زاپوریژیا او خرسون اوس د روسیې برخه خاوره ده.

په ځواب کې اوکرایین په رسمي ډول له ناټو سره د یوځای کېدو غوښتنه وکړه. د بي بي سي روسي خبریال سټیو روزنبرګ رپوټ لري: