د اوکرایین څلورو سیمو ناقانونه خپلول؛ پوتین وايي خلکو خپل انتخاب وکړ
د خپرېدو وخت
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چارشنبې په ورځ د اوکرایین د څلورو سیمو ناقانونه نیولو اعلان وکړ او وویل چې اوس دا سیمې د روسیې برخه ده.
نوموړي وینا کې لوېدیځ تورن کړ او ادعا یې وکړه چې ددې سیمو وګړو خپله غوراوی وکړ. د روسیې برخه ګرځول شوې سیمې لوهانسک، دونېڅک، زپوریژیا او خېرسون دي چې دا مهال روسیه پرې واکمنه ده. مسکو دا ګام په دې سیمو کې له یوې ټولپوښتنې وروسته وکړ. د اوکرایین ولسمشر او د لوېدیځو مشرانو دا ټولپوښتنه بې باوره وبلله او ویې غندله.