تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د روسيې ولسمشر د اوکرايين څلور نيول شوې سيمې د روسيې برخه وبلله
د روسیې ولسمشر پوتین رسماً اعلان وکړ چې په اوکرایین کې د خپلو ځواکونو لخوا څلور نیول شوې سیمې له دې وروسته د روسیې برخه ده.
په کرملین کې په رسمي مراسمو کې ښاغلي پوتین د لوهانسک، دونیڅک، خرسون او زپوريژيا سیمې د روسیې د خاورې په توګه اعلان کړې. اوکرایین، متحدینو او د ملګرو ملتونو عمومي منشي دا اقدام له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.
کیېف وايي د دغو سیمو آزادولو لپاره به خپله جګړه روانه ساتي، دا له دې سره سره چې ښاغلي پوتین ګواښ کړی چې که پر دغو سیمو برید وشي نو دی به یې دفاع لپاره حتی اټومي وسلې وکاروي.