د روسيې ولسمشر د اوکرايين څلور نيول شوې سيمې د روسيې برخه وبلله

د ویډیو تشریح، د روسيې ولسمشر د اوکرايين څلور نيول شوې سيمې د روسيې برخه وبلله
د خپرېدو وخت

د روسیې ولسمشر پوتین رسماً اعلان وکړ چې په اوکرایین کې د خپلو ځواکونو لخوا څلور نیول شوې سیمې له دې وروسته د روسیې برخه ده.

په کرملین کې په رسمي مراسمو کې ښاغلي پوتین د لوهانسک، دونیڅک، خرسون او زپوريژيا سیمې د روسیې د خاورې په توګه اعلان کړې. اوکرایین، متحدینو او د ملګرو ملتونو عمومي منشي دا اقدام له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

کیېف وايي د دغو سیمو آزادولو لپاره به خپله جګړه روانه ساتي، دا له دې سره سره چې ښاغلي پوتین ګواښ کړی چې که پر دغو سیمو برید وشي نو دی به یې دفاع لپاره حتی اټومي وسلې وکاروي.