د روسیې پر یوه ښوونځي د خونړي برید شېبه

د ویډیو تشریح، د روسیې پر یوه ښوونځي د خونړي برید شېبه
د خپرېدو وخت

روسي چارواکو ویلي، یوه وسلوال روسیه کې پر ښوونځي برید کړی چې لږ تر لږه ۱۳ کسان پکې وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي. په وژل شویو کې اوه ماشومان هم دي. دغه برید د روسيې په یوه مرکزي‌ سیمه ایژوسک کې پر ۸۸ شمېره ښوونځي شوی چې شاوخوا زر زدکوونکي او تر اتیاوو ښوونکي لري. بریدګر چې د ښوونځي مخکنی زدکوونکی دی، د برید ځای کې ووژل شو.‌