د اوکرايين جګړې ته د پوتين نوي اعلان کې روسان له وطنه تښتي

د ویډیو تشریح، د اوکرايين جګړې ته د پوتين نوي اعلان کې روسان له وطنه تښتي
د خپرېدو وخت

ډېر روسان هڅه کوي له خپل هېواد وتښتي. دا له هغه وروسته چې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان وکړ چې اوکرایین جګړې لپاره پوځیان را ټولوي او منظموي. د روسیې او سربیا ترمنځ د مخامخ الوتنو ټول ټکټونه پلورل شوي دي.

په اوکرایین کې د جګړې لپاره د روسیې د ۳۰۰ زره پوځیانو د رابللو په اړه د ولسمشر پوتین امر د چهارشنبې پر ورځ د لاریونونو لامل شو.

د رپوټونو له مخې تر زرو ډېر کسان نیول شوي دي. زموږ د روسیې خبریال سټیو روزنبرګ له مسکو نور حال لري: