تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روغتون کې د زیږون پرمهال بدلو شویو ماشومانو ځوانۍ کې یو بل سره واده وکړ
ځینې خلک په دې باور دي چې د خپلې خوښې د ژوند ملګری په قسمت ګټل کېږي خو له جیم او مارګریټ مچل سره داسې څه پېښ شوي چې د نورو پرتله یې په قسمت باور لا زیات شوی دی.
جیم او ماګریټ د لویې بریتانیا په شمال د لینکس ټاون په لینوکس کیسل روغتون کې د ۱۹۵۲ کال د سپتمبر پر ۱۵ او ۱۷ مو زیږیدلي وو.
د دوی دواړو میندو نومونه یو ډول وو او ستونزه له همدې پیل شوې وه.
د روغتون نرسانې د میندو په نومونو تېروتې او ماشومان یې بېلو بېلو میندو ته وروړل.
هغه وخت د نویو زېږیدلو ماشومانو لاسونو کې هغه ځانګړي لاس بندونه نه وراچول کېدل چې د دا ډول تېروتنو مخه پرې نیول کېږي.
خو مېندې په لنډه موده کې پوه شوې، چې ماشومان یې بدل شوي دي او له دې سره یې خپل خپل ماشومان بېرته ترلاسه کړل.
له روغتونه په رخصتېدو سره جیم خپلې مور او پلار سره د ګالسکو سوېل ته لاړ چې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
مچل هم له خپلې کورنۍ سره د سکاټلینډ ښار شمال لوېدیځ کې ژوند پیل کړ.
بیا هم د ځینو په باور قسمت خپل کار وکړ او په ناڅاپي توګه د ماګریټ مور او پلار د جیم له کوره ۳۰ دقیقې لرې کور واخیست.
د ۱۸ کلونو په اوښتو سره یو ځل بیا قسمت خپله هڅه وکړه دا هغه وخت و چې مچل او جیم د لومړي ځل لپاره یو بل سره ولیدل.
جیم وايي، د مچل ملګرې پیټ او زما د ملګري ډیویډ واده و او په دې واده کې دوی هم سره ولیدل.
نوموړی وايي: "زه ډېر خوشحاله وم کله چې هغې زما سره خبرو کولو ته لېوالتیا وښوده ځکه چې هغه په دې ځای کې تر ټولو ښکلې نجلۍ وه."
مچل بیا وايي: "هغه له نورو هلکانو سره توپیر درلود اوږده وېښتان یې درلودل او مهربانه و."
دوی دوه میاشتې پټ سره لیدل، خو اخر میندې پرې خبرې شوې.
د زیږون په وارډ کې د ماشومانو له بدلېدو وروسته دواړو میندو په لومړي ځل سره ولیدل او تېره پېښه یې ور په یاد شوه.
جیم او مچل په ۱۹۷۲ کې واده وکړ اوس تقاعد شوي او له ګلاسګو بهر په ختیځ کیلبرایډ کې له خپلو ماشومانو او لمسیانو سره ژوند کوي.
دې جوړې د جمعې په ورځ د خپل واده ۵۰مه کلیزه ولمانځله.
دا چې د خوشحاله ګډ اوږد ژوند راز په څه کې دی دا جوړه یې په اړه وايي، د یو بل نظرونو ته درناوی کوئ.
مچل وايي، په یو بل پاملرنه، د یو بل نظرونو ته درناوی او د ژوند هره ورځ یو ځای یو بل سره تېرول مهم دي.
جیم وايي، ژوند لوړې او ژورې لري، خو ښه خبره دا ده چې هره ورځ د خپل ژوند په ملګري/ملګرې له سره مینېږئ.