جاپان کې سمندري توپان؛ سېلابونو او ځمکښویېدنې ۴ تنه وژلي، له سلو ډېر ټپیان دي

د خپرېدو وخت

جاپان کې ځواکمن سمندري توپان نانمډول د سېلابونو او ځمکښوېدنو لامل شوی، چې تر دې دمه یې ۴ تنه وژلي او له ۱۰۰ ډېر کسان یې ټپي کړي دي.

دې توپان د سویلي ټاپو کیوشیو سیمه د یکشنبې په سهار ونیوله او د سه شنبې په ورځ د سیمې برېښنا هم پرې شوه.

د جاپان دولتي رسنۍ 'اېن اېچ کې' د وژل شویو کسانو په اړه وايي، یو کس هغه مهال ووژل شو، چې موټر یې سېلاب ډوب کړ او بل کس د ځمکې ښوېیدنې له کبله ووژل شو.

یاده رسنۍ وايي، دې پېښه کې ۱۱۴ کسان ټپیان شوي دي، چې د ۱۴ تنو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

له دې مخکې جاپان کې د ځواکمن سمندري توپان له کبله د سېلابونو او ځمکښوېدنو خبرداری ورکړ شوی و.

د نانمډول په نوم دا توپام تېرې څو لسیزې جاپان کې تر ټولو وېجاړوونکی سمندري توپان بلل شوی.

له ۳۵۰ زره د ډېرو کورونو برېښنا پرې شوې او نهه میلیون کسانو ته خوندي سیمو ته د وتلو امر شوی.

دا په داسې حال کې ده چې راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د ۴۰۰ میلي متره باران ورېدو اټکل شوی دی.

دغه توپان سره ساعت کې ۲۳۴ کیلومتره چټک بادونه هم مله دي چې کورونه یې نړولي او کاوربار او ترانسپورتي سیستم یې ټکنی کړی دی.‌

پلازمېنه توکیو کې هم درانه ورښتونه شوي دي.

د دغو ورښتونونو پایله کې د راوتلي سېلاب له کبله د توکیو د مېترو توزای سیستم ځنډېدلی دی.

پر دې سربېره د چټکو اورګاډو او بېړیو خدمات او سلګونه الوتنې لغوه شوې او ترڅنګ یې هټۍ او پلورنځي هم تړلي دي.

په خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې لېدل کېږي چې د ځینو ودانیو چتونه څېرې شوي او بېلبورډونه رالوېدلي دي.

لومړي وزیر فومیو کیشیدا د دغه توپان د اغېزو څارلو لپاره نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته وینا لپاره خپل پلان شوی سفر تر سې شنبې ځنډولی.

اټکل او وړاندوینه دا ده چې نانمډو توپان به چارشنبه سمندر ته تر وتلو وړاندې ختیځ خوا وڅرخي او د جاپان مرکزي ټاپو هونشو به وځپي.

ساینسپوهانو سږ کال د 'لا نینا' په نوم د طبیعي ښکارندې له کبله د سختو سمندري توپانونو وړاندوینه کړې.

دوی ویلي 'لا نینا' یا د اقلیم بدلون له کبله اتلانتیک او کارابین کې د سمندرونو د سطحې اوبو تودېدل به توپانونه لا ډېر او سخت کړي.‌