د جاپان پخوانی لومړی وزیر په وسله وال برید کې وژل شوی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د جاپان مخکینی لومړی وزیر شینزو ابې په نارا ښار کې له یوه وسله وال برید وروسته ساه ورکړې. عیني شاهدان وايي، په ښاغلي ابې دوه ډزې وشوې، د دویم ډز مرمۍ یې پر ملا ولګېده، چې له کبله یې نوموړی پر ځمکه ولوید.

پولیس وايي، پر نوموړي ۴۱ کلن برید ګر یې نېولی او په زندان کې دی. پر ښاغلي شینزو ابې داسې مهال برید شوی چې د جاپان په جنوب کې یې د یوه کمپاین پرمهال وینا کوله.

جاپاني چارواکي وايي، ښاغلي ابې له برید وروسته ډېره وینه ضایع کړې وه. په یوه خبري ناستې ډاکټرانو ویل، د نوموړي د ژوند ژغورلو لپاره یې څلور نیم ساعته هڅه وکړه خو پایله یې نه لرله.

د جاپان اوسني لومړي وزیر فیمو کشیدا په لنډه احساساتي وینا کې پر ښاغلي ابې برید "وحشیانه" وباله او وايي هغه د ټاکنیز کمپیان پرمهال بوخت و. نوموړی وايي" زه دغه برید په سختو ټکو غندم، موږ یې نه شو هېرولی"

ښاغلي کشیدا پخوانی لومړی وزیر "شخصي ملګري یاد کړ" او وايي د هغه پر میراث ویاړي.

د جاپان کابینې عمومي منشي هیروکازو ماتسونو خبریالانو ته په دې هکله وویل:

''له ځايي وخت سره سم پر مخکیني لومړي وزیر ابې نژدې ۱۱ نیمې بجې په نارا کې ډزې شوې دي. یو سړی چې باور کېږي، بریدګر دی، نیول شوی دی. هر لامل چې وي، داسې وحشاینه کړنه د زغملو نه ده او موږ یې په کلکه غندو. ''

په ویډیويي کلیپونو کې چې پر خواله رسنیو لاس پر لاسه کېږي، روغتیا پالان لیدل کېدل چې د یوه سړک پر سر د ښاغلي ابې په شاوخوا کې راټول شوي وو.

عیني شاهدان وايي، دوی یو سړی ولید چې لوی ټوپک یې په لاس کې و او له شا یې برید وکړ.

په ظاهره داسې ښکاري چې لومړۍ مرمۍ خطا تللې، خو دویمه هغه د ښاغلي ابې پر ملا لګېږي چې ورسره نوموړی پر ځمکه لوېږي او وینه ترې بهیږي.

ښاغلی ابې لومړی ځل د یوه کال لپاره په ۲۰۰۶ کال کې لومړی وزیر وټاکل شو او بیا یې له ۲۰۱۲ کاله تر ۲۰۲۰ کال پورې د لومړي وزیر په توګه دنده درلوده. نوموړی د جاپان په تاریخ کې تر ټولو ډېره موده د لومړي وزیر په توګه پاتې شو، چې پای کې یې د روغتیايي ستونزو له کبله استعفا وکړه.

د نوموړي د ځایناستي او نژدې ګوندي ملګري یوشهیدي سوګا ځای هم وروسته فومیو کیشیدا ونیو.

جاپان کې د بي بي سي خبریال روبرټ وېنګفېلډ هېز وايي، هلته خلک باور نه شي کولای چې دغه ډول پېښه دې په جاپان کې وشي. په دغه هېواد کې وسله والې وژنې خورا کمې کېږي. د هېز په باور د ښاغلي ابې وژنه به له شک پرته جاپان بدل کړي.

غبرګونونه

د نړۍ مشرانو د جاپان پخواني لومړي وزیر ته درناوی وړاندې کړی او نوموړی یې نړیوال سیاستوال بللی.

د افغانستان مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني هم د شینزو ابې پر وژنه خواشیني ښودلې او وايي نوموړی "د افغانستان کلک ملاتړی او ښه ملګری و"

ښاغلي غني د ټوېټر په یوه پیغام کې ویلي "نړۍ یو مهربانه او ښه مشر له لاسه ورکړ. د هغه له کورنۍ، ملګرو او د جاپان له خلکو سره په دې سخت وخت کې خواخوږي په ډاګه کوم."

د هند لوموړي وزیر نریندرا مودي ویلي "د شینزو ابې پر مرګ یې ټکان خوړلی" او هغه یې "خورا مهم رهبر" یاد کړی دی.

د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي، د شینزو ابې مرګ "سخت خبر" دی او د چاپان له خلکو او د هغه له کورنۍ سره یې خواخواږي ښودلې.

د اسټرالیا پخواني لومړي وزیر ټوني ابټ چې له ښاغلي ابې سره یې له نژدې کار کړی، نوموړی یې یو تر ټولو مهم مشر بللی دی.

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون په یوه ټویټ کې ویلي "چاپان یو خورا ښه لومړی وزیر له لاسه ورکړ. هغه خپل ژوند خپل هېواد ته ځانګړی کړی و او د نړۍ ټيکاو لپاره یې کار کړی دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ښاغلي ابې وژنه ټکان ورکوونکې بللې او هغه یې داسې مشر بللی چې په ټکو یې د امریکا او چاپان اړیکو ته یې نوې بڼه ورکړه.