نوې څېړنه؛ ښه سهارنۍ د اشتها کنټرول ته ګټوره ده

د عکس سرچینه، Getty Images
څېړونکي وايي ښه مکلفه سهارنۍ کول، خو سپکه شانې د شپې ډوډۍ که له یوې خوا د وزن په کمولو کې مرسته کوي، د ورځې له مخې د ډېرې لوږې احساس هم کموي.
څېړنه ابردین پوهنتون کې پر ۳۰ داوطلبانو ترسره شوې چې تر دوو میاشتو هره ورځ ورته د ۱۷۰۰ کالوریو-وال خواړه برابرېدل.
څېړونکي وايي که تاسې ښه مُکلفه سهارنۍ ناشتا وکړئ هم به د ورځې په اوږدو کې له انرژۍ ډک اوسئ او هم به د ډېرې لوږې احساس نه کوئ.
اصلاً دا څېړنه د دې لپاره ترسره شوې وه چې وګوري زموږ د بدن د داخلي ساعت ضرب، زموږ پر خوراک څومره اغېز لري.
د برتانیا په ابردین پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه کې ویل شوي چې د شپې له خوا زموږ د بدن ساعت په طبیعي ډول زموږ میتابولیزم خوب کولو ته عیاروي، نو د درنې ډوډۍ هضمولو ته چمتو نه وي.
ځینې خلک د ژوند له ډېرو بوختیاو او سرګردانۍ له امله، او ځینې په وروسته پاتو او بې وزلو هېوادونو کې نه نیستۍ، سهارنۍ ناشتا یا چي ته ډېر پام نه اړوي او آن تر دې چې په سپورې ډوډۍ یې تېروي خو برعکس د شپې ډېره ډوډۍ خوري، چې د نوې څېړنې له مخې ډېر تاوان لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
څېړنه د ابردین پوهنتون کې پر ۳۰ داوطلبانو ترسره شوې چې تر دوو میاشتو هره ورځ ورته د ۱۷۰۰ کالوریو-وال خواړه برابرېدل. د دوی اشتها به تر سهارنۍ وروسته کمه وه او ورته به آسانه وه چې د له ډېر خوراکه ډډه وکړي او خپل پرهېز مراعات کړي.
د څېړنې په بهیر کې یوه میاشت داوطلبانو ته ښه درنه سهارنۍ ناشتا ورکول کېده چې د کالورۍ، یا د خوراک په پایله کې ترلاسه کېدونکې انرژي یې، د ټولې ورځې د مصرف کابو نیمايي کېده، بیا ورپسې کوچنۍ شانې غرمنۍ او تر هغه هم کوچنۍ ماښامنۍ. خو بله میاشت یې تر ټولو درنه ډوډۍ د شپې له خوا ورکوله.
څېړنې موندلې چې په یوه وخت ډېر خوراک که په هر وخت کې وي د کالوریو په سوځولو کې ډېره ونډه نه لري خو د سهار له خوا د سم خوراک کولو په مرسته ټوله ورځ له بیا ډېر خوراکه مخنیوی کولی شئ او د انرژۍ د کموالي احساس هم درته نه پیدا کېږي.




















