د ملکې الېزابت د جنازې مراسم
د خپرېدو وخت
د بريتانيا د دویمې ملکې الېزابت د جنازې مراسم په وېسټ منېسټر ابې کې پيل شوي او مړی يې د وېنر ماڼۍ پر لور وړل کېږي.
د وېنزر په کلا کې ګڼ شمېر کسان راټول شوي دي. ويل کېږي په لندن کې نژدې يو ميليون خلک به پلازمېنې ته ځي.
له ټولې اروپا د شاهي کورنۍ غړي هم، چې تر ډېره د ملکې خپلوان دي دغو مراسمو کې ګډون کوي.
دغه مراسم ځايي وخت یوولس بجې په ویسټ منسټر ابې کې پیل شوي دي.
د ملکې تابوت د بریتانیا په بیرغ کې پوښل شوی او پرې د پاسه د ملکې تاج ایښودل شوی.