اوکرايين کړکېچ: پر روسیې د جنګي جرمونو تور
د خپرېدو وخت
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي وايي، ایزیوم ښار کې چې په دې وروستیو کې له روسي ځواکونو نیول شوی، د روسیې د احتمالي جنګي جرمونو په اړه پلټنې روانې دي.
چارواکي وايي، تر اوسه ۵۹ مړي له یوه ډله ییز قبر را ایستل شوي دي.
د بېړني حالت کارګران لګیا دي او مړي را باسي. ویل کېږي په دغه ځای کې تر ۴۵۰ ډېر قبرونه شته.