د ملګرو ملتونو غونډه؛ پر زدکړو يې بحثونه کړي
د خپرېدو وخت
د ملګرو ملتونو په کوربتوب په نیویارک کې د نړۍ له او بره د ځوانانو په ګډون د زدکړې نړیواله غونډه پیل شوه.
دا غونډه داسې مهال کېږي چې افغانستان کې دا ۳۶۴ ورځې کېږي چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونې، ښوونځيو ته نه پریږدي.
په دغه غونډه کې د افغانستان په استازیتوب هم ځینو افغان فعالانو برخه اخیستې وه. حفیظ الله معروف پرې رپوټ لري.