چینايي پلاوي ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د بریتانیا ملکې ته درناوی وړاندې کړي

د خپرېدو وخت

یوه چینايي حکومتي پلاوي ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې لندن کې د بریتانیا ملکې تابوت ته د درناوي وړاندې کولو لپاره ورشي.

د پولیټیکو فرسټ رپوټ کې ویل شوي، د بریتانیا پارلمان ویاند سر لینډسی هویل ویسټ منسټر هال ته چې د ملکې تابوت پکې ایښی د چینايي پلاوي ورتګ اجازه ځکه نه ده ورکړې، چې چین د بریتانیا پارلمان پر ۷ غړو بندیزونه لګولي دي.

د ملکې تابوت به په دې هال یا سالون کې د دوشنبې تر ورځې ایښی وي، چې له رسمي مراسمو وروسته به خاورو ته وسپارل شي.

د بریتانوي پارلمان دارلعوام یا ولسي جرګې بي بي سي ته وویل، دوی پر امنیتي ملحوظاتو خبرې نه کوي.

پروسږ کال چینايي چارواکو پر نهو بریتانویانو بندیزونه ولګول، د دوی شتمنۍ یې کنګل کړې، ځکه دې کسانو له ایغور مسلمانانو سره د چین ناوړه چلن په هکله څرګندونې کړې وې.

له هغه وروسته بریتانیا حکومت د دې هېواد پارلمان ته د چینايي سفیر پر ورتګ بندیز ولګاوه، چې همدا بندیز اوس پر هغه چینايي پلاوي هم لګېدلی چې غوښتل یې د ملکې تابوت ته درناوی وړاندې کړي.

بل لور داسې تمه کېږي، چې د چین مرستیال ولسمشر به د دوشنبې پر ورځ خاورو ته د ملکې سپارلو په رسمي مراسمو ګډون وکړي، چې له پارلمانه سره به وېسټ منسټر ابې کې د سړک اوږدو کې تر سره کېږي.

د بریتانیا او چین اړیکي وار له مخه خړ، پړ دي او داسې ښکاري چې له دې سره به نور هم پیکه شي.

د پنجشنبې پر ورځ د بریتانوي پارلمان ۷ غړو له بهرنیو چارو وزارته وغوښتل چې د چین ولسمشر شي جین پینګ ته د ملکې په وروستیو مراسمو کې د ګډون لپاره استول شوی بلنلیک لغو کړي.

دوی وايي، د بشري حقونو برخه کې د چین حکومت تېر ته په کتو به د چین حکومت په استازولۍ دې مراسمو کې د ګډون اجازه ورکول ''په بشپړه توګه نامناسبه چاره وي. ''