په مالټا کې د بریتانیا د ملکې کور

د ویډیو تشریح، په مالټا کې د بریتانیا د ملکې کور
د خپرېدو وخت

دا دویمه ورځ ده چې په لندن کې په زرګونو کسان په اوږدو کتارونو کې ولاړ وي چې ملکې، دویمې الزابېت ته خپل درناوی وړاندې کړي.

د ملکې تابوت د لندن په وېسټ منېسټر ماڼۍ کې پروت دی. تابوت لیدو لپاره یې د خلکو کتارونه کله - کله تر څلورو کیلومترو اوږده وو. خلک کولی شي تر دوشنبې ورځې چې رسمي جنازه ده د ملکې تابوت وګوري او خپل درناوی ورته وړاندې کړي.

دویمې الزابت دوه کاله - له ۱۹۴۹ تر ۱۹۵۱ پورې په مالټا کې تېر کړي دي. هغه مهال یې مېړه، شهزاده فليپ، د شاهي سمندري ځواکونو سره په خدمت بوخت و. وروسته ملکې، په مالتا کې خپل ژوند، د خوشحاله وخت په توګه یاداوه. کله چې پاچا، شپږم جورج سخت ناروغ شو، دغه جوړه مجبوره شوه بېرته بریتانیا ته ستنه شي.

تر هغې یو کال وروسته، د پلار تر مرګ وروسته، ملکه شوه. زموږ خبریاله لوسي ویلیمسن د مالټا پلازمېنه فالیټا کې د دې شاهي جوړې زاړه کور ته تللې وه.