څو لسیزو کې د ملکې الېزابت د جامو ډول څنګه بدل شوی؟

د خپرېدو وخت

دلته د فېشن یوه کارپوهه په دې اړه غږېدلې چې څنګه د ملکه الېزابت د واکمنۍ په لسیزو کې د نوموړې د جامو ډول او ظاهري بڼه بدله شوې.

لستر ډی مونټفورت پوهنتون کې د فیشن برخې مشرې استادې کای هېروییت ملکه دویمه الېزابت چې په ۹۶ کلنۍ کې مړه شوه د "فیشن سمبول" په نامه یاده کړې چې د سټایل ځانګړی سبک یې درلود.

نوموړې وايي:"هغه هر څه وه، اصیله بریتانوۍ وه، تل د ټولو پر وړاندې راښکاره کېده او کله چې به بهر راوتله ټولو لیدلی شوه، ډېره ښکلې وه."

'واقعا ښکلې وه'

نوموړې وايي:"د جامو بڼه یې یو څه بدله شوه، ځوانۍ کې یې نسبتا چسپې جامې اغوستې."مېرمن هېرويیت وايي ملکه د رنګونو په انتخاب کې زړوره وه او خوښېدل یې چې بېلابېل رنګونه و ازمايي.

آغلې هېروییت وايي، د سټایل په برخه کې یې روانه لسیزه د خوښې لسیزه وه.

نوموړې زیاتوي:" زما په نظر د هغې جامې ډېرې ښکلي وې، کټ مټ د کریسټین ډایور په ډول چې هغه وخت خورا مشهور و."

"اوږده لمنه او په ملا کې یې تنګه وه رښتیا هم ډېره ښکلې وه."

مېرمن هېروییت وايي، د ملکې د جامو ډول د ۱۹۶۰ لسیزې وو خو پکې کارول شوي رنګونه او ګلان بیا د ۱۹۷۰ لسیزې.

د نوموړې په وینا:"زما په اند هغه ډېره زړوره ښځه وه، د خپلو جامو بڼه یې پېژندلې وه او په دې پوهېده چې څه باید واغوندي."

ملکه هیڅکه د کم رنګه رنګونو په کارولو نه شرمېده او تل یې دستکول، هم رنګه کرتۍ او د یخن ګل کاراوه او خپل دا سټایل یې ساتلی و.

په اتیایمه او نویېمه لسیزه کې یې تېز رنګونه اغوستل، د هغې ظاهر تل ثابت و، پوهېده چې څه ورته مناسب دي او له هغې به یې سترګې نه پټولې.

هغه "د سټایل یو سمبول و"

آغلې هېروییت بي بي سي لستر ته ویلي، د ملکې غیر رسمي ظاهري بڼې هم د خلکو پام ځان ته را اړولی او د یوه سمبول په سترګه ورته کتل کېدل.

هغې په غیر رسمي بڼه کې تل یو کوچنی برڼد ټیکری پر سر کاوه.

د فیشن دغه کارپوهه وايي:" ۲۰۱۷ کال کې ګوچي برانډ هم په خپل تولید کې د ملکې له سټایل الهام واخیست، تېر ته کتل رښتیا هم چې په زړه پورې وي."

نوموړې د ملکې د جامو ډول په اړه همدا راز زیاتوي چې د هغې د لباس انتخاب د هغې د سلطنتي کورنۍ پر نورو ځوانو غړو هم اغېز کړی او دا اغېز د ملکې کامېلا او ولز شهزادګۍ په جامو کې له ورایه ښکاري.

هغه وايي:" اوس به د ټولو سترګې نوې ملکې ته وي او دې ته به ګوري چې څه اغوندي."

.