استرالیا کې کانګرو یو ۷۷ کلن سړی وژلی دی

د خپرېدو وخت

د استرالیا پولیس وايي، دې هېواد کې د ډېر عمر یو نارینه په کور دننه د کانګرو تر برید لاندې راغلی او د سختو ټپونو له کبله وژل شوی دی.

وژل شوي کس ۷۷ کاله عمر درلود او دا کانګرو یې په کور کې د کورني ژوي په توګه ساتله، چې پای کې د مرګ لامل شوه.

پولیس وايي، قهرجنې کانګرو نه یوازې دا چې خپله یې خپل څېښتن د مرګ تر حده وهلی و نور ته یې هم اجازه نه ورکوله چې وېژغوري او درملنه یې وکړي.

د دوشنبې په ورځ کله چې د وژل شوي سړي خپلوان د هغه کور ته ورغلل نو هغه یې په ډېر بد ټپي حال کې ولید.

روغتياپالان چې کله د ده د درملنې او ژغورنې لپاره د هغه کور ته ورغلل، نو کانګرو یې مخې ته خنډ شوه او روغتیاپالان یې نه پرېښودل چې درملنه یې وکړي.

د کانګرو او انسانانو درمنځ دې اخ او ډب کې پولیس اړ شول چې په کانګرو ډزې وکړي او ځای په ځای یې ووژني.

د کانګرو څېښتن لپاره هم نوره ډېره ناوخته شوې وه او روغتیاپالان په دې بریالي نه شوو چې ټپي‌ شوی سړی وژغوري.

ټپي شوي ۷۷ کلن سړي د پېښې په ځای کې ساه ورکړه.

پولیس په دې باور دي، چې دا سړی د کانګرو لخوا وژل شوی او برید یې هم د ورځې په لومړیو ساعتونو کې پرې کړی دی.

دا پېښه د پېرت سویل ته په رېډمونډ سیمه کې شوې.

د کانګرو د چلند ماهر ګرایم کولسن وايي، کانګرو ډېرې خطرناکې وسیلې لري لکه تېز غاښونه، پیاوړې منګولې او قوي پښې لري.

نوموړی پروفیسور وايي: "یقینا که دوی کونج ته شي، یا یو ډول وځورول شي نو دوی د ژویو خطرناکې بڼې ته اوړي."

"د کانګرو او انسانانو ترمنځ ستونزه دا ده، چې موږ دواړه نېغ ولاړ ژوي یوو. مونږ په خپلو دواړو پښو ولاړ یوو او دا ډول نېغ په دوو پښو درېدل د نارینه کانګرو لپاره ننګونکی دی."

د جولای په میاشت کې، یوه کانګرو په یوې ۶۷ کلنې ښځې هغه مهال برید وکړ چې په عامه لاره روانه وه.

کانګرو د دې ښځې پښې ورماتې کړې.

يوه بله پېښه کې یوه درې کلنه نجلۍ د مارچ په میاشت کې د کانګرو برید له کبله په سر سخته ټپي شوه.

اسټرالیا کې له ۵۰ میلیونو ډېر کانګرو ژوند کوي خو پر انسانانو یې د بریدونه پېښې کم دي.

دا له ۱۹۳۶ راهیسې لومړی ځل دی چې د کانګرو برید کې د یوه کس د وژل کېدو خبر ورکړ شوی.

استرالیا کې د ښارونو پراخېدو له کبله د ځنګلونو کانګروګانو ستوګنځایونو باندې سخت یرغل روان دی.