تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مډرن مرييتوب پنځو کلونو کې ۱۰ میلیونه زيات شوی
د ملګرو ملتونو له لوري تازه خپور شوي رپوټ کې راغلي، نړۍ کې مډرن مرییتوب مخ پر ودې روان دی او شمېر یې د پخوا پرتله زیات شوی.
د دغه رپوټ له مخې، وسله واله جګړه، اقلیمي بدلون او نړۍ کې د وبا خپراوی د دغه شمېر د لوړېدو برخه کې لویه ننګونه په ګوته شوې.
د کار نړیوال سازمان (آي اېل او) اټکل کړی چې نړۍ کې ۵۰ میلیونه خلک یا په هرو ۱۵۰ ژوندیو کسانو کې یو یې په اجباري ډول کار کولو یا واده کولو ته اړ کړل کېږي.
دا شمېر د تېرو پنځو کلونو پرتله ۱۰ میلیونه زیات شوی دی.
د کار نړیوال سازمان وايي، دا چې ورځ بلې ته وضعیت خرابېږي"ټکان ورکوونکې" ده.
د دغه سازمان عمومي مشر ګای رایډر وايي: "هېڅ څه د بشر حقونو د دې بنسټیزې ناوړه ګټې اخیستنې دوام نه شي توجیه کولی، موږ پوهېږو چې څه باید وکړو او په دې برخه کې یو هر اړخیز اقدام ته اړتیا ده. سوداګریزې ټولنې، د کارګرانو سازمانونه، مدني ټولنې او عام خلک ټول دې برخه کې مهم رول لوبوي."
د ملګرو ملتونو د کار سازمان په دې ټینګار کوي چې غلامي (مرییتوب) یوازې له لوېديځې نړۍ لیرې بې وزلو هېوادونو پورې نه ده محدوده- له نیمايي زیات شمېر خلک شتمنو یا د منځنۍ کچې هېوادونو کې د یو کار کولو ته اړ ایستل کېږي او جبري کارونه پرې ترسره کوي او دې کار ته د عصري یا مډرنې غلامۍ نوم ورکوي.
رپوټ کې راغلي: "اجباري کار کې ښکېلتیا کلونه دوام کولی شي، داسې حال کې چې په ډېر کله اجباري واده بیا د عمري بند سزا ده."
نړۍ کې د ۳،۳ میلیونه ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۷،۶ میلیونه خلک اجباري کارونه ترسره کوي، چې له دغو ماشومانو له نیمايي يې جنسي ګټه اخیستل کېږي.
د رپوټ له مخې، ۲۲ میلیونه کسان اجباري ودونو ته اړ کړل شوي چې دوه پر درېیمه برخه کې مېرمنې دي. چې ډېرو قربانیانې یې د واده پر مهال له ۱۵ کلنۍ کم عمر کې وې.
رپوټ وايي، دا زیاتوالی د ټولو هغو ننګوونکو بحرانونو پایله ده چې نړۍ کې ډېر خلک د لوږې او ژوند د پېښېدونکي خطر له امله غلامۍ ته اړباسي.
د بېلګي په توګه د کورونا وبا د خلکو پر اقتصاد منفي اغېز وکړ ډېر خلګ یې پوروړي کړل او د دې پور د ورکړی لپاره ځینو اجباري کارونو ترسره کولو ته اړ شول.
د کار نړیوال سازمان وايي، کورونا وبا ۲۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره "د سختې نړیوالې بېوزلۍ" د زیاتوالي لامل شوه.
جګړه او اقلیمي بدلون یو بل له هغو لاملونو په ګوته شوي چې ورته ډول یې نړۍ کې پر انسانانو د ژوند شرایط سخت کړي او خلک یې دې ته اړ کړي چې خپلې مېنې پرېږدي او کډوال شي.