افريقايي هېوادونو ته د ملکې الېزابت سفرونه

د ویډیو تشریح، افريقايي هېوادونو ته د ملکې الېزابت سفرونه
د خپرېدو وخت

د خپلې واکمنۍ په اوږدو کې د بریتانیا ملکې دویمې الېزابت د افریقا له ۲۲ هېوادونه لیدنه کړې ده.

کله چې په ۱۹۵۲ کال کې له خپل مېړه، شهزاده فېلېپ سره کینیا ته په سفر تللې وه نو هماغه وخت د خپل پلار له مړیني خبره شوه او دا چې اوس به دا د بریتانیا، شمالي ايرلنډ او د همګټو هېوادونو ملکه وي.

همدا د بریتانیا د شاهي کورنۍ او د پس له استعماره افریقا تر منځ د نژدې او کله ناکله پېچلو، اړیکو پيل و.