د زاپوريژيا اتومي بټۍ شاوخوا جګړې اندېښنې پارولې دي
د خپرېدو وخت
اوکرایین کې د روسیې تر اشغال لاندې د زاپوریژیا اټومي بټۍ شاوخوا کې جګړې اندېښنې زیاتې کړې دي. که څه هم ملګرو ملتونو دغلته خپل څارونکي لېږلي دي خو شاوخوا مېشتې کورنۍ وايي لا هم په وېره کې ژوند کوي.
روسیه او اوکرایین یو بل تورنوي چې دا اټومي بټۍ بمباروي. او مسکو ادعا لري چې اوکراییني ځواکونو دغلته د جمعې په ورځ د برېښنا پر یوه سټیشن د برید ناکامه هڅه کړې. د بي بي سي د امنیتي چارو خبریال فرانک ګارډنر زاپوریژیا ته نژدې له یوه ښاره دا رپوټ لري.