تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرايين هڅه کوي نيول شوې سيمې له روسيې بېرته ونيسي
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د روسیې تر کنټرول لاندې زاپوریژیا اټومي بټۍ ته د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د تګ هرکلی کړی، خو غوښتنه یې کړې چې د بټۍ شاوخوا سیمه دې بې وسلې شي.
د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وايي د اروپا دې تر ټولو لویې اټومي بټۍ کې به دایمي حضور وساتي. په عین حال کې، اوکرایینیان هڅه کوي، د هېواد په سویل کې د روسیې ځواکونو لخوا نیول شوې سیمې بیرته ونیسي. دوی هیله مند دي چې په ختیځ کې هم نیول شوې ځمکه بېرته خپله کړي.
زموږ خبریال کوېنټېن سمروېل د اوکراین ختیځ، دونباس سیمه کې له لومړۍ کرښې دغه ځانګړی رپوټ لري.
پام مو وي چې ځینې برخې پکې شته چې خپه به مو کړي.