د ۱۸ ساعتونو د کار مشورې د کمپنۍ مشر له ننګونو سره مخ کړ

शांतनु देशपांडे

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

هند کې د یوې کمپنۍ مشر هغه مهال له ننګونو سره مخ شو چې کارکوونکو ته یې د ۱۸ ساعتونو کار مشوره ورکړه.

هند کې د یوې لوې کمپنۍ مشر شانتنو دیش پانډي نويو ګمارل شویو کارکوونکو ته ویلي وو چې که لومړیو کلونو کې ۱۸ ساعته کار وکړي نو غږ به یې واورېدلی شي.

همدارنګه ده کارکوونکو ته ویلي وو چې خپل کار عبادت وګڼي او له ژړا پرته یې وکړي.

د هند ټولنیزو رسنیو کې یوشمېر خلکو د ښاغلي دیش پانډې لخوا کارکوونکو ته د دې اختلافي مشورې په ورکولو توند غبرګون ښودلی دی.

वर्क कल्चर

د عکس سرچینه، MANJUNATH KIRAN

یو بل کاروونکي لیکلي:"د دې خلکو له امله به موږ د غلامانو نوی نسل جوړ کړو چې د شانتنو په څیر خلک یې مشران کړي دي. دا غوره وخت دی چې ناوړه کاري چاپیریال سره مخه ښه وکړئ."

دا لومړی ځل نه دی چې خلک په دفترونو کې تر ناوخته د کار کولو مشورې اوري .

له دې مخکې د یوې بلې کمپنۍ شریک خلکو ته مشوره ورکړې وه چې اونۍ ۶۴ ساعته کار وکړي ترڅو د کورونا ناروغۍ له امله اقتصاد ته اوښی زیان جبران کړي.

په هند کې د کارګرانو په اړه قوانین شته خو د کارګرانو د حقونو فعالات وايي، په دې اړه باید په جدي توګه عمل وشي.

طویل کام کے اوقات

د عکس سرچینه، Getty Images

ټولنیزو رسنیو کې خلکو ښاغلی دیش پانډې زهرجن کلتور ته په ودې ورکولو تورن کړی.

ټولنیزو رسنیو کې یوه کس لیکلي:"شانتنو دیش پانډې تقاعد عمر ته په نژدې کېدو سره زهرجن کلتور ته د ودې ورکولو تر څنګ خپل ځان هم ټولنې ته ورښيي."

شانتنو دیش پانډې د ډیر کار کولو مشوره په داسې وخت کې ورکړې چې ټولنیزو رسنیو کې وار له مخکې د " Quit Quoting " یا نقل قولونه پریږدئ اصطلاح مشهوره شوې وه.

Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

دا اصطلاح د دې لپاره کارېده چې یوازې هغومره کار وکړئ څومره چې اړین وي، او هیڅکله له دې زیات کار مه کوئ.

دا اصطلاح د یوه امریکایي ټېک ټاکر لخوا رامنځته شوې او وړاندیز یې کړی و چې 'کار ستاسو ژوند نه دی.'

د بي بي سي یو خبریال بیا وايي چې ښايي دا اصطلاح په چین کې لومړی ځل پیل شوې وي.