تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا کې د برېښنا لوړې بیې له کبله ښايي شي شراب خانې بندې شي
د شرابو پلورونکي وايي، د برېښنا نرخونو کې ۳۰۰ سلنه زیاتوالي په ټوله بریتانیا کې خلک دې ته اړ کړي چې خپلې شراب خانې وتړي.
د دې هېواد د شرابو شپږو سترو شرکتونو د ژمي د برېښنا او ګازو د لوړو بیو له امله له حکومته د سملاستي مداخلې غوښتنه کړې ده.
د انګلند په اېسېکس کې د یوې شرابخانې څښتن سائمن کلیري بي بي سي ته وویل، د هغه کلنۍ انرژي لګښت له ۱۳،۰۰۰ پونډو څخه ۳۵،۰۰۰ پونډو ته لوړ شوی دی.
دا پدې مانا ده چې شرابخانه یې باید د لګښتونو پوره کولو لپاره اوونۍ کې ۱۸۰۰ اضافه پونډه وګټي.
هغه بي بي سي ته وویل: "زه فکر کوم که حکومت مرسته ونه کړي دا به واقعا ستونزمن وي."
د شرابو دا پلورونکی وايي، که مرسته او ملاتړ ونه شي، دا صنعت به د انرژۍ د بحران او د برېښنا او ګازو د بیو لوړېدو له امله د نه جبرانیدونکي زیان سره مخ شي.
د شرابخانو څېښتنانو په یوه پرانیستي لیک له حکومته غوښتي چې سملاسي مداخله وکړي او له ځانګړو لارو دې د دوی ملاتړ وکړي.
د شرابخانو یا پبونو د د تړل کېدو موضوع په داسې حال کې راپوته شوه چې په وېلز کې وار له مخې لا د پبونو شمېر ټيټ شوی دی.
د شراب خانو ځینې څېښتنان وايي، په ژمي کې د پبونو ودانیو د ګرمولو له کبله پر دوی د انرژي زیات لګښت ورځي چې په ټول لګښت کې یوازې ۲۰ سلنه انرژي د پخلي لپاره کارېږي.
کلیري وايي: "د شرابخانو یا پبونو زياتره ودانۍ ډېرې زړې دي، ځينې پبونه په دېوالونو کې عایق هم نه لري [چې دننه خونه توده وساتي]."
دی وايي، شرابخانه یا پب یې په ۱۷۸۰ کال کې جوړ شوی او هغه وخت چا د برېښنا په اړه دومره فکر نه کاوه.