تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مېګن مارکل: "بښنه خورا مهمه ده او عملا خورا زړورتیا ته اړتیا لري"
د بریتانیا د شاهي کورنۍ ناوې او د شهزاده هیري میرمن مېګن مارکل له یوې امریکایۍ مجلې سره په مرګه کې د بښنې په ارزښت غږېدلې
کله چې له ۴۱ کلنې مېګن مارکل څخه د بریتانیا له شاهي کورنۍ او خپلو خپلوانو سره د دې د اړیکو په اړه پوښتنه وشوه په ځواب کې وویل:"د بخښلو لپاره باید ډېره هڅه وشي، دا دومره اسانه کار نه دی."
هغي وویل: "زه پوهېږم چې هر څه ویلی شم،ما ډېره هڅه وکړه."
له مېګن مارکل نه دا هم پوښتل شوي چې ایا د هغې او شاهي کورنۍ او د هغې د خپلې کورنۍ ترمنځ د بخښنې لپاره ځای شته دی؟
نوموړې په ځواب کې وویل:"زه فکر کوم چې بښنه خورا مهمه ده او عملا خورا زړورتیا ته اړتیا لري."
هغي زیاته کړه چې: "بښل دومره اسانه کار نه دی، ما په ریښتیا ډیره هڅه وکړه، او زه په دې هم پوهیدم چې زه کولی شم هر څه ووایم."
د شاهي کورنۍ د ناوې مرکه شاوخوا شپږ نیم زره توري ده چې په امریکایی مجله "دی کټ" کې خپره شوې.
مېګن مارکل نږدې ۶،۵۰۰ کلمو مرکه کې په بریتانیا کې د ژوند کولو په اړه هم غږېدلې.
مرکه کې دا یادونه هم شوی چې څنګه د هغې درې کلن زوی آرچي د رسنیو ډیر پام ځانته اړولی.
هغې په خپله مرکه کې دا هم څرګنده کړه چې هغه پلان لري انسټاګرام ته ستنه شي.
مېګن او شهزاده هیري دمګړۍ د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې اوسیږي.
دوی یو درې کلن زوی آرچي او د لیلي بیټ په نوم یوه یوکلنه لور لري.
د بریتانیا د شاهي کورنۍ دغه جوړه وروسته له هغه چې امریکا کې مېشته شوه له نیټ فلکس او سپوتي فای شرکتونو سره یې تړونونه لاسلیک کړل.
له 'دی کټ' سره د دوی دا مرکه سپوتي فای ته د ودې ورکولو یوه هڅه ده.ده.