شپون او سرتېری شهزاده چې نن واده لري څومره پېژنئ؟

د خپرېدو وخت

د خلکو سترې ډلې برايي شپه لندن ته نژدې د ويندزور کلا کوڅو کې غونډې شوې وې چې له ميگان مرکيل سره د برتانيا د ملکې اليزابت د لمسی شهزاده هري د واده مراسمو د ليدلو لپاره په ښو ځايونو کې ځاى په ځاى شي.

اټکل کېږي گرده نړۍ کې لسگونه ميليونه خلک د تلويزون له لارې دغه مراسم وگوري.

شهزاده هري نن له امريکايۍ فېلمي ستوري مېګن مېرکل سره ځايي وخت غرمه مهال واده کوي.

هغه له کوره بهر راوتو پروخت له خپلو مینه سره وکتل.

مخکې له دې چې نن غرمه مهال دا واده ترسره شي شهزاده هري به ټول ښار کې په ځانګړې ګاډي کې وګرځي.

د شهزاده یوه کوچنۍ مینه واله وايي:

"ما ټوله شپه په واټ تېره کړې، ډېر کم خوب مې کړی، راغلې یم چې ووینم شهزاده هري څه ډول کالي اغوستي".

له ټوېټر کرکه

د برتانيا چاپ ټلېگراف ورځپاڼې د دغه هېواد د شهزاده "هري" په اړه- چې نن يې واده دى- ځينې په زړه پورې مالومات ليکلي.

ورځپاڼه وايي دى ډېر مهربان کس دى او په تنکۍ ځوانۍ کې به يې په کلي کې ساعتونه د پسونو پالنه یا شپني کوله.

په رسنيو کې د ځان په تړاو خپاره شوي مطالب يې نه خوښېږي او د شونتيا تر کچې يې له لوستلو ډډه کوي.

نوموړی له مشهورې خواله رسنۍ ټوېټره هم کرکه لري.

افغان جګړه

شهزاده هري په ٢٠٠٧ او ٢٠٠٨ م کال کې د برتانوي سرتېرو په ډله کې افغانستان ته ولېږل او هلمند کې له برتانوي پوځیانو سره و.

کله چې افغانستان کې د ده د شتون خبر يوې استراليايۍ مجلې خپور کړ له هغه ځايه بېرته برتانيا ته ولېږدول شو خو په ٢٠١٢ م کال کې بېرته افغانستان ته لاړ.

ده د "هېرې شوې پاچاهۍ" په نامه يو مستند فلم هم جوړ کړى.

د فوټبال په ويډيويي لوبو کې ډېر تکړه دى او افغانستان کې د خپل پوځي خدمت پر مهال يې رسنيو ته ويلي و "چې له هلکانو وپوښتې زه تل دوى ته ماتې ورکوم".

دى د ارسنال د فوټبال لوبډلې مينوال دى.

د مور مرګ نه هېرول

شهزاده هري له يوه ټلويزيون سره مرکه کې دا هم ويلي چې هېڅ کله به د خپلې مور د مړينې په تړاو له فکر کولو لاس وانخلي چې هغه شپه په هغه ټونل کې څه پېښ شول.

شهزادگۍ ديانا په فرانسه کې په يوه ټونل کې شوې ترافيکي پېښه کې ومړه خو د پېښې کوم عيني شاهد مخې ته رانغى او هغه مهال يې د مړينې په تړاو بېلابېلې گونگوسې هم پورته شوې وې.