د عراق زرغونه سیمه کې نښتې او چپاو

د ویډیو تشریح، د عراق زرغونه سیمه کې نښتې او چپاو
د خپرېدو وخت

وروسته تر هغه چې عراق کې شیعه مذهبي مشر مقتدا صدر له سیاسته د لاس اخیستو اعلان وکړ، بغداد د دوشنبې په ورځ د خونړیو پېښو شاهد و. د هغه پلویانو د بغداد زرغونه سیمه کې پر حکومتي ودانیو او د ولسمشرۍ پر ماڼۍ چپاو وروړ.

امنیتي ځواکونو په عراق کې ګرځبندیز اعلان کړ او لومړي وزیر تر دویم امر پورې خپلې ناستې لغوه کړې.