غار کې مېشت د یوې لرغونې قبیلې یوازینی پاتې شوی کس ومړ

د ویډیو تشریح، د نړۍ تر ټولو یوازې سړی ومړ
د خپرېدو وخت

چارواکي وايي، د یوې بومي یا لرغونې قبیلي هغه وروستی پاتې شوی سړی مړ شو چې کلونه یې د برازیل په ځنګلونو کې ګوښی ژوند کاوه.

دغه سړی چې نوم یې نه دی مالوم، له تېرو ۲۶ کلونو راهیسې له نورو انسانانو جلا اوسېده او هیچا سره یې اړیکې نه ساتلې.

دی د "کندې کېندونکی سړی" په نامه پېژندل شوی و، ځکه چې هغه په ځمکه کې ژورې کندې ایستلې چې ځينې به یې د حیوانانو د نیولو لپاره کارولې او نورې یې بیا د پټنځایونو او یا د اوسېدو لپاره کارولې.

د هغه مړی د اګست پر ۲۳ د هغه د اوسېدو له ځایه بهر موندل شوی چې د تاوتریخوالي هېڅ نښې پرې نه لیدل کېږي.

دا سړی د یوې بومي ډلې وروستی پاتې شوی کس دی چې د قبیلې نور غړي یې په ۱۹۹۵ کال کې وژل شوي.

په دې انځور کې د دغه سړي مخ ښکاري

د عکس سرچینه، Vincent Carelli/Corumbiara

د عکس تشریح، په دې انځور کې د دغه سړي مخ ښکاري

دا ډله د برازیل رونډوتیا ایالت په ځنګلي تنارو سیمه کې مېشته وه چې بولیویا سره ګډه پوله لري.

ګومان کېږي چې د مړ شوي سړي د قبیلې ډېره برخه د ۱۹۷۰ لسیزې پیل کې د هغو کسانو له خوا وژل شوې چې غوښتل یې د دوی ځمکې ونیسي.

ویل کېږي دغه سړی شاوخوا ۶۰ کلن و او په خپل مرګ مړ شوی.

چارواکو ویلي د هغه شاوخوا د برید کومه نښه نه ده موندل شوې او په خونه کې یې هېڅ څه داسې ګډ وډ نه لیدل کېږي چې شک دې پرې وشي ګواکې څوک ورننوتي دي.

خو پولیسو یې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د برازیل د اساسي قانون له مخې، د سیمې اصلي اوسیدونکي حق لري چې خپلې پلرنۍ ځمکې وساتي نو ځکه څوک چې غواړي دا ځمکې ترې ونیسي نو وژني یې.

دې سړي ګڼې جونګړې جوړې کړې دي

د عکس سرچینه، J PESSOA/SURVIVAL INTERNATIONAL

د عکس تشریح، دې سړي ګڼې جونګړې جوړې کړې دي

دا سړی له ۱۹۹۶ راهیسې د خپل خوندیتوب لپار د برازیل د کورنیو چارو ادارې (فونای) مامورینو له خوا څارل کېده.

۲۰۱۸ کال کې د فونای غړو نوموړی ناڅاپه ځنګله کې ولید او له هغه یې عکسونه واخیستل چې لګیا دی تبر ته ورته یو څه باندې ونه وهي.

له هغه وخت وروسته بیا تر ننه هېڅ و نه لیدل شو، خو یوه ورځ د فونای غړي پر هغې خونه وربرابر شول چې ده په یوه ژوره کنده کې ځان ته له وښو جوړه کړې وه.

د فشار یوه ډله چې د برازیل د اصلي قومونو د حقونو لپاره مبارزه کوي وايي، دغه هېواد کې شاوخوا ۲۴۰ ځايي قومونه شته چې ډېر یې له ګواښ سره مخ دي، ځکه چې ناقانونه کان کېدونکي او کروندګر یې یې پر ملکیتونو تېری کوي او ان وژني یې.

باور دی چې دې سړي ژورې کیندلې چې حیوانات پکې ښکار کړي

د عکس سرچینه، J Pessoa/Survival International

د عکس تشریح، باور دی چې دې سړي ژورې کیندلې چې حیوانات پکې ښکار کړي