اوکرايين جګړه: زپوريژيا اتومي بټۍ سره برېښنا نښلېدلې ده
د خپرېدو وخت
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي روسیه تورنه کړې چې په وینا یې اروپا د یوه اټومي ناورین په خطر کې اچولې ده.
ښاغلي زېلېنسکي وروسته له هغه خبرې کولې چې د زپوریژیا اټومي بټۍ چې روسیې نیولې د پنجشنبې پر ورځ په موقتي توګه د بریښنا له شبکې قطع شوه.
له شبکې سره د بټۍ تماس پرې کېدو دلیل، اور له امله د کېبلونو سوځېدل ښوول شوی. د ملګرو ملتونو د اټومي څار اداره هیله لري چې ژر تر ژره دغه بټۍ ته پلټونکي واستوي.