کورنۍ مو د بدن فزیکي جوړښت کې څومره رول لري؟

خوشحال گھرانہ

د عکس سرچینه، Getty Images/Javier Hirschfeld

د خپرېدو وخت

هسې خیال وکړئ چې یوه وړه ماشومه په ښکلو جامو کې ستاسو مخې ته درځي او ګرده درته تاوېږي د خپلو جامو لمنه یوخوا بله خوا اړوي راړوي.

شاوخوا ناست خلک هم ورته خوشحالي کوي او ورته وايي چې ډېره ښکلې ښکاري.

وروسته بیا خپل د خوښې کتابونو ته ګوري چې ډنګر او غټ انسانان او څاروي په کې ښکاري چې په بېلابېلو چارو بوخت وي خو د دوی چاغې همځولې په کې ښکاري چې سست او نامنظم دي.

کله کله داسې هم پېښېږي چې دا ماشومان خپل مور او پلار ویني چې د دوی د وزن، شکل او څېرې په اړه اندېښمن دي.

همدارنګه کله چې دا ماشومان تنکۍ ځواني ته رسیږي مور او پلار یې دې ته هم اندېښمن وي چې ټولنیزو رسنیو کې د دوی انځورونه به خلک خوښ کړي او که نه؟

بچپن کا تاثر

د عکس سرچینه، Getty Images/Javier Hirschfeld

خو څېړنو ښودلې چې د بدن او په ټولنه کې د دوی د منلو په تړاو کېدای شي د همدې تنکیو ځوانانو فکر وار له مخکې ورته جوړ شوی وي او دا ذهني چمتوالی یا منل د همدې ماشومانو د ژوند په لومړیو کلونو کې ښايي پېښ شوی وي.

کله چې موږ د خپل بدن په اړه فکر کوو دا ستونزمنه ده چې معلومه کړو په ځان باور یا باور نه درلودل له کومه ځایه سرچینه اخلي.

خو که تېر ژوند ته وګورو، ښايي د ځينو خلکو مشهورې جملې مو په ياد وي.

ظاهراً دوی به ډیر اغېزمن نه وي خو د دوی ټولیز اغېز په حیرانوونکي ډول پیاوړی اغېز لري.

لیکواله ګلنن ډویل د خپل ماشومتوب په وخت هغه لویان یادوي چې د دې ستاینه یې کوله او وايي: "دا یې د دوی په مخونو کې لیدل."

ظاہری شکل و صورت

د عکس سرچینه، Getty/Javier Hirschfeld

"ځلېدم، ستایل کېدم، ما زده کړل چې دا یو ښه شی دی خو کله چې لویه شوم او ښکلا مې ورکه شوه، داسې احساس مې وکړ چې نړۍ شاته اړولې یم."

که هر څو په انسانانو کې دا په ځان باور له ستاینې یا نیوکې سرچینه واخلي، بیا هم د بې باورۍ او ناامنۍ فکر او احساسات چې د بدن له جوړښت سره تړاو لري له منځه نه ځي.

همدارنګه څیړنې وړاندیز کوي چې له ماشومانو سره د ستاینې یا نیوکې چلند ښیې پایلې نه لري او زیان رسونکې وي.

د کورنۍ د غړو چلند او د وزن په اړه توپیري څرګندونې د ماشومانو په روان اغیز کوي او د خوړو پر وړاندې لا بې پروا کېږي.

دا په ماشومانو کې د شرم احساس رامنځته کوي او د دوی په ځان باور او په ځان کنټرول لرلو باندې اغیز کوي.

څنګه مور او پلار کولی شي چې ماشومان د منفي جملو له اغیزو وساتي؟

بچے کا مفاد

د عکس سرچینه، Getty Images/Javier Hirschfeld

د بدن په اړه شرم یا فزیکي جوړښت په اړه د شرم احساس طبیعي نه دی.

د ښکلي بدن مفهوم یا دا چې ښکلی فزیکي وجود څه ته ویل کېږي دا په وخت او ټولنې پورې اړه لري.

د بېلابېلو وختونو او سیمو انځورونه ښیي چې د بدن د بڼې معیار یا د فزیکي وجود د بڼې معیار څنګه بدلېږي.

سره له دې چې اوسنۍ زمانه کې یو منظم خوځښت روان دی په دې اړه چې هر انسان په خپل ځان کې ښکلی دی خو بیا هم په ټولنیزو رسنیو، دودیزو رسنیو، ټلویزیون، سینما او اعلاناتو کې لومړی رول لوبونکی یا پیاوړی رول او کمزوری رول لوبونکي کس بدن د مثال یا معیار په توګه معرفي کېږي چې ډنګر کس باید کوم رول ولوبوي او چاغ کس باید کوم رول ولوبوي.

جسمانی نا خوشی

د عکس سرچینه، Getty Images/Javier Hirschfeld

د بدن د اندازې یا چاغ والي او ډنګر والي په اړه فکر له ډېر کم عمر څخه د انسان په ذهن راټکول کېږي.

یوه تجربه کې له ۳ تر ۵ کلونو ماشومانو ته د چاغو او ډنګرو خلکو انځورونه ور وښودل شول چې کوم یو خوښوي او ماشومانو د چاغو کسانو عکسونه خوښ نه کړل.

د بدن د جوړښت په اړه د ماشومانو درک بهرني عوامل لري، لکه د چاغو کسانو په اړه د مور چلند په ماشومانو اغیز کوي.

د بدن د جوړښت په وړاندې دا تعصب د وړو ماشومانو پرتله په لویو ماشومانو کې ډیر لیدل شوی، او دا په ډاګه کوي چې دا حس یا کرکه طبیعي نه ده او له پیداښت سره سم د ماشوم وجود کې نه وه دا یې له چاپېریال څخه اخیستې.

څیړونکي وايي: "پایلې ښیې چې د انسانانو فزیکي وجود په اړه مثبت او یا منفي چلند د ټولنیز چاپېریال محصول دی."