سل کاله وړاندې لادرکه شوې بېړۍ بریتانيا کې موندل شوې

د ویډیو تشریح، سل کاله وړاندې لادرکه شوې بېړۍ بریتانيا کې موندل شوې
د خپرېدو وخت

هغه بريتانوي غوټه وهونکي چې د لومړۍ نړيوالې جګړې يوې امريکايۍ بېړۍ موندلو کې مرسته کړې، وايي دوی يوه لويه زېرمه موندلې.

دا بېړۍ له ۱۹۱۷ کال راهيسې اټلانټيک سمندر کې ورکه وه. غوټه وهونکو د يو اېس اېس جېکوب جونز په نامه د امريکا سمندري ځواک دا بېړۍ شاوخوا دوې اوونۍ مخکې د سيلي ټاپوګانو ۶۵ کیلومترۍ کې ومونده.

د بي بي سي جېني کوما له يوه غوټه وهونکي سره خبرې کړې دي.