نړۍ کې د توکو ګرانۍ عام خلک پکو کړي

د ویډیو تشریح، نړۍ کې د توکو ګرانۍ عام خلک پکو کړي
د خپرېدو وخت

کورونا وبا او اوکرايين کې جګړې د سون توکو او خوړو بيې خورا لوړې کړې، ډېر کم داسې هېوادونه دي، چې اغېز يې پرې نه دی کړی.

دې حالت د خلکو چلن کې بدلون راوستی، چې څنګه خوراک، سودا او کاروبار وکړي.

بي بي سي د نړۍ لروبر خلکو سره خبرې کړې، چې وګوري د پيسو په چټکه لوړېدونکي پړسوب يې څنګه پر جيبونو ګوزار کړی، او ډېر داسې کسان یې موندلي، چې سخت کار کوي، او د خپلو کورنيو، ټولنو او کارونو چلولو لپاره نوښتګرو لارو ته یي مخه کړې ده.