هند کې د اوبو کمښت؛ کليوالې سيمې ډېرې اغېزمنې دي
د خپرېدو وخت
هغه هندیان چې د هماليا غرونو لرې پرتو کليوالو سيمو کې ژوند کوي، اوس د اوبو له کړکېچ سره مخامخ دي.
دې سيمو کې کنګليزې ويالې ټيټېږي، او کورونو ته د کنګل سړه هوا کې د اوبو وړل يوه سخته چاره شوې ده.
د دغه هېواد حکومت اوس د ځانګړو لارو چارو په کارولو د دې زیار باسي چې دغو کليوالو سيمو ته نلونو کې اوبو ورسوي.
د بي بي سي ډيويا اريا لداک سيمې ته تللې، چې وګوري دا لارې چارې څومره بريالۍ دي.