اوکرايين کې اتومي بټۍ: روسيه به د ملګرو ملتونو څارونکو ته د ورتګ اجازه ورکړي
د خپرېدو وخت
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي د ملګرو ملتونو چارواکو ته به د دې اجازه ورکړل شي، چې د زاپوريژيا اتومي بټۍ ودانيو ته ورشي او پلټنه وکړي.
کرېملېن دا اعلان وروسته له هغه کړی، چې ښاغلي پوتين او د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د جمعې پر ورځ پر ټليفون خبرې وکړې.
پر همدې مهال ویل کېږي، له بټۍ سره نژدې جګړه روانه ده، او د راپورونو له مخې ۴ ملکيان د روسانو توپچي ګوزارونو کې ژوبل شوی دي. زپوريزيا کې دا اتومي بټۍ د مارچ له لومړيو د روسانو تر ولکې لانده ده.