تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مصر یوه کلیسا کې اور لسګونه کسان وژلي
د مصر د کورنیو چارو وزارت ویلي، د جیزه ولایت پا امبابة سیمه کې د (ابي سیفین) په نامه کلیسا کې اور لګېدلی او لسګونه کسان پکې وژل شوي. کلیسا کې د لرګینو توکو له کبله د اور وژنې ډله له ستونزو سره مخامخ ده. څارنوالۍ د پېښې په اړه څېړنه پیل کړې.
د مصر قبطي کلیسا د دغه هېواد د روغتیايي سرچینو په حواله ویلي، په اور کې ۴۱ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، اور د کلیسا په دویم پوړ کې نن ګهیځ پر ځايي وخت نهه بجې ایرکنډېشن کې د برېښنايي ستونزې له کبله رامنځ ته شوی.
د روغتیا وزارت ویلي، د قاهرې لوېدیځ جیزه کې د کلیسا اوروژنې ته ۳۰ ګاډي استول شوي.
رویټرز خبري اژانس ته یوې مصرۍ سرچینې ویلي، د یکشنبې مذهبي مراسمو ته شاوخوا ۵۰۰۰ کسان ورغلي وو، چې د خلکو د ټېل ماټېل او تېښتې له کبله هم ګڼ کسان تر پښو لاندې شوي.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي پر فیسبوک لیکلي: "دا درناکه پېښه له نژدې تعقیبوي".
نوموړی وايي، اړوندې ادارې باید پېښه کې د همکارۍ لاسونه سره یو کړي.
په انځورونو کې ښکاري چې د کلیسا بهرنۍ برخه هم سوځېدلې ده او د ننه د اور له کبله ویجاړي پکې ښکاري.
د کلیسا دویم پوړ کې د درسونو ځینې سالونونه او ټولګي دي.
مصر کې قبطي عیسویان ددغه هېواد له ۱۰۳ میلیونو لږ تر لږه ۱۰ میلیونه وګړي جوړوي.