تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه کس بریتانیا کې نیول شوی چې ادعا کېږي د داعش 'بيټلز' ډلې غړی و
هغه سړی چې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش غړیتوب تورونه پرې لګېدلي، په بریتانیا کې د ترهګرۍ سره د تړاو په تور نیول شوی دی. پر ایني ډاویس تور پورې شوی چې د داعش هغې څانګې غړی و، چې برمته شوي کسان یې وژل.
د لوېدیځ لندن دا اوسېدونکی د ترکیې له یوه زندانه خوشی شوی و او د بریتانیا لوټن هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم نیول شوی.
نوموړی له داعش ډلې سره د تړاو په جرم په ترکیه کې په اووه نیم کاله زندان محکوم شوی و. ده چې د بریتانوي هویت له کبله په بيټلز مشهور و، د محاکمې په بهیر کې د برمته شویو وژنې ډلې له غړیتوبه انکار کړی.
نوموړی اوس د پولیسو توقیف کې دی. ۳۸ کلن ډاویس د ترهګرۍ ضد پولیسو څانګې د بریتانیا پلازمېنې لندن سویل کې د پوښتنو ګروېږنو لپاره یوه مرکز ته بیولی. پولیس وايي، نوموړی د ۲۰۰۰ کال یوه ترهګرۍ ضد قانون له مخې نیول شوی دی.
د بېټلز په نامه دې ډلې په هکله فکر کېږي چې غړي یې ټول د لندن لویدیځ اوسېدونکي وو، چې په سوریه کې یې د داعش لپاره جګړه کوله او په پای کې یې د برمته شویو لویدیځوالو کسانو ساتنه کوله.
دوی ته د دوی د انګلیسي ځانګړې لهجې له کبله برمته شویو کسانو د لیورپول موسیقۍ ډلې بېټلز نوم ورکړی و. د امریکايي چارواکو په وینا دې ډلې ۲۷ برمته شوي کسانو وژلي او له ډېرو یې سرونه پرې کړي دي.
د دې وژنو ویډیويي کلیپونه د نړۍ لر او بر ته استول کېدل، چې له کبله یې یوه غوغا رامنځته شوې وه. ډاویس له سخت دریځۍ مخکې په ۲۰۰۶ کال کې د مخدره موادو او وسلې برېښ په تورونو زنداني شوی و.
نوموړي له مسلمان کېدو وروسته خپل نوم حمزه ته بدل کړ او له محمد ایموازي سره یې ولیدل چې په رسنیو کې د جهادي جان په نامه مشهور و. دوی دواړه د هغې ډلې غړي وو، چې په لندن کې یې مسلمانان سخت دریځۍ ته بلل.
ډاویس په ۲۰۱۳ کال کې له داعش ډلې سره د یو ځای کېدو لپاره له بریتانیا بهر تللی و. نوموړی په ۲۰۱۵ کال کې د ترکیې استانبول ته نژدې نیول شوی و او دوه کاله وروسته د هغه هېواد یوې محکمې د ترهګړې ډلې یوه مهم غړي په توګه محکوم کړ.
د محاکمې په بهیر کې ډاویس منلې وه، چې له ایموازي سره یې د لندن لوېدیځ په یوه جومات کې یو ځای لمونځ کاوه، خو نوموړي د داعش بېټلز ډلې له غړیتوبه او دغه راز د ایموازي له ملګرتیا انکار کړی و.