امریکا کې د څلورو مسلمانو د وژلو په تړاو "اصلي مشکوک" تن نیول شوی

د خپرېدو وخت

د امریکا نیو مکسیکو پولیسو ویلي، الباکرکي ښار کې یې د څلورو مسلمانانو د قتل په جرم کې "اصلي ښکېل" کس نیولی دی.

پولیس وايي د محمد سید په نامه دا ۵۱ کلن سړی د دوشنبې په ورځ ونیول شو، چې په وینا یې په دوو کسانو په قتل تورن دی او پولیسو یې په کور کې وسلې هم موندلې دي.

څېړونکي وايي دا جرم ښايي د شخصي انګیزې له کبله شوی وي.

د ښار د پولیسو مشر هارلوډ ‌میډینا پر ټویټر لیکلي، پولیسو د قتل د جرم په تړاو یو ګاډی تعقیب کړی. وروستي جرم کې د تېرې جمعې په شپه یو سړی په ډزو وژل شوی.

میډینا لیکلي: "د قتل اصلي مشکوک تورن کس او ګاډی چلوونکی نیول شوی دی".

تېره اونۍ د کډوالو د یوه دفتر څنګ ته یو مړی وموندل شو.‌

د الباکرکي ښار چارواکي د جوماتونو شاوخوا کې او د لمانځه پر وخت د نورو پولیسو د ګومارلو هڅه کوي. الباکرکي کې چې د نیو مکسیکو یو ښار دی، پنځه زره مسلمانان اوسېږي.

په دې ښار کې پر افغان او پاکستاني مېشتو مسلمانانو د قتل جرمونو اندېښنې راپارولې دي.

ځینې کورنۍ اړې شوې چې پخپلو کورونو کې پټې شي او د نیو مکسیکو پوهنتون ځینې پاکستاني محصلینو له وېرې نه له دې ښاره وتلي دي.

د نیو مکسیکو د اسلامي مرکز او عامه چارو مشر طاهر ګوبا الباکرکي ژورنال ورځپانې ته ویلي: "اوس خلک د وېرې احساس کوي".

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي: "په الباکرکي کې د څلورو مسلمانانو د وېروونکې وژنې له کبله غمشریکي‌ اعلانوم".

څېړونکو له خلکو غوښتي چې ددغو وژنو په تړاو هر ډول مالومات له دوی سره شریک کړي. وژل شوي د سوېلي اسیا وګړي دي.

لومړۍ د قتل پېښه په نومبر میاشت کې شوې.‌ درې نور سړي په تېرو دوو اونیو کې وژل شوي.

د یوه وژل شوي محمد افضل حسین ورور امتیاز حسین د نیول شوي کس په تړاو ویلي: "دا لږ تر لږه غم کمولی شي".

پولیسو دا لا نه ده تایید کړې چې دا وژنې دې د کرکې اړوندو جرمونو یوه برخه وي.