عراق کې د هوا تودوخه له ۵۰ درجو واوښته، دولتي کارکوونکو ته یوه ورځ رخصت ورکړل شوی

د خپرېدو وخت

د عراق ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د هېواد په ځینې برخو کې د هوا تودوخې درجه له پنځوسو اوښتې او له همدې کبله دولتي مامورینو ته یوه ورځ رخصتۍ ورکړل شوې.

د دې هېواد یو شمېر ښارونه د پنجشنبې پر ورځ په ټوله نړۍ کې داسې ځایونه وبلل شول، چې هوا پکې تر بل هر ځای ډېره توده وه. د کردستان۲۴ خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، د همدې سختې ګرمۍ له کبله لږ تر لږه د عراق ۱۰ ولایتونو کې دولتي مامورین دفترونو او کارځایونو ته نه وو تللي.

د یادونې ده، چې د جولای میاشتې له نیمايي راهیسې په عراق کې د سختې ګرمۍ یوه څپه راغلې او د هوا پېژندنې ادارې وايي، لا هم روانه ده. عراق چې د نړۍ له خورا تودو سیمو یوه ده، دا ډول سوځونکې ګرمي پکې بې ساري نه ده، خو ځايي اوسېدونکي اوس وايي، شرایط ورځ تر بلې ناوړه کېږي.

د سویلي بصرې په بندر کې چې په ځانګړې توګه خورا ګرمه سیمه ده، د دولتي مامورینو لپاره څلور ورځنۍ رخصتي پیل شوه. که څه هم دفترونه د ډېرو کارکوونکو لپاره تړلي دي، خو دوی وايي، د برېښنا اوږدې او پرلپسې پرچاوۍ له کبله ځکه له ستونزو سره مخامخ دي، چې په مېشت ځایونو کې لګېدلي ایرکنډېشنونه یې هم غیر فعال دي.

سږ کال په دې هېواد کې خاورین بادونه هم الوځي، چې ډېری مهال اسمان پټ کړي او د خدماتو وړاندې کولو کې خنډونه رامنځته کوي.

د یادونې ده، چې د انسانانو چاپېریال ویجاړونکو فعالیتونو له کبله د ګرمۍ څپې سختې، اوږدمهاله او پرلپسې شوې دي. د صنعتي انقلاب له پیل راهیسې د ځمکې تودوخه وار له مخه یو اعشاریه یوه درجه پورته شوې او تر څو چې حکومتونه د شین کوریزو ګازونو کمولو لپاره کوټلي ګامونه پورته نه کړي، ماهرین وايي، د تودوخې درجې لوړېدل به دوام وکړي.

ملګري ملتونه عراق په منځني ختیځ کې داسې یو هېواد بولي، چې ښايي د اقلیمي بدلون له کبله د نورو پرتله ډېر زیان ورته ورسېږي.