د امریکا کېنټاکي‌ کې سېلابونه؛ ۳۷ کسان وژل شوي، سلګونه لادرکه دي

د خپرېدو وخت

د امریکا په سویل ختېځ کېنټاکي ایالت کې سېلابونو لږترلږه ۳۷ کسان وژلي دي.

دا سېلابونه دغه ایالت کې د پرله پسې سختو ورښتونو پایله کې راوتلي.

چارواکو ویلي وژل شویو کې لږترلږه ۶ ماشومان هم شامل دي چې څلور پکې خویندې او وروڼه دي.

د کېنټاکي‌ والي انډي بېشیېر ویلي د دغو سېلابونو د قربانیانو شمېر ښايي نور هم لوړ شي ځکه "سلګونه" کسان لا نادرکه دي.‌

سېلابونو د دغه اېالت ختیزې سیمې ډېرې ځپلې.

ویل کېږي هلته سلګونه کورونه، هټۍ او پلورنځي‌ اوبو وړي‌ او پر څه باندې ۱۲ زره کورونو برېښنا پرې شوې.

والي انډې بېشیېر وايي د زیانمنو شویو پلونو، سړکونو او نورو زېربناوو روغول به میلیونونه ډالر لګښت وغواړي.‌

دا په څو لسیزو کې دې سیمه کې تر ټولو ویجاړوونکي سېلابونه بلل شوي.

سلګونه کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي او په لنډمهاله سرپناه ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.

له دې سره سېلاب ځپلو سیمو کې د هغو کورونو او هټیو د لوټل کېدو د امکان اندېښنه ښودل شوې چې خاوندان یې خوندي ځایونو ته وتلي.

چارواکو ویلي د غلاوو مخنیوي لپاره ګرځبندیز نه اعلانوي خو لوټ تالان هم نه زغمي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن دا سېلابونه ستر ناورین بللی او د زیانمنو لاسنیوي لپاره یې د فدرال مرسته اعلان کړې ده.‌