تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا عدلیې وزارت د ولسمشریزو ټاکنو په ننګولو کې د ټرمپ رول څېړي
امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا عدلیې وزارت د ۲۰۲۰ کال ټاکنو د پایلو لغوه کولو په تړاو هڅو کې د مخکینې ولسمشر ډونلډ ټرمپ کړنې څېړي.
د رپوټونو له مخې فدرالي څارنوالانو د ټرمپ د چلند په اړه مخامخ له شاهدانو پوښتنې کړي خو اوس لپاره یې پرېکړه کړې چې د ټرمپ پر ضد د رسمي جنايي څېړنو له پیلولو ډډه وکړي.
بلواګرو د ۲۰۲۱ کال جنورۍ په ۶مه ولسمشریزو ټاکنو د پایلو لغوه کولو په موخه د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ.
ډونلډ ټرمپ په عام ډول هغه کسان ستایلي چې پر سپنه ماڼۍ یې برید کړی خو په شخصي ډول یې په دې تړاو هر ډول غلطۍ رد کړي.
د عدليې وزارت لا د مخه د جنورۍ پر ۶مه د دې پېښې په تړاو پلټنې پیل کړي دي.
د واشنګټن پوسټ د یوه رپوټ له مخې، فدرالي څارنوالان د کانګرس پر وړاندې د ۶ نېټې د پېښې په تړاو له شاهدانو د ټرمپ او له هغه سره د نږدې کسانو په تړاو پوښتنې کړي دي.
د ډیرو امریکايي رسنیو رپوټونو کې دا هم ویل شوي چې ځینو پوښتنو کې د پخواني ولسمشر مرستیال مایک پېنس د کارمنانو لوړ پوړي غړي هم شامل دي.
تر دې دمه د امریکا عدلیې وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې، چې آيا رښتیا هم د هغو ادعا شویو تورونو پلټنه کوي چې ښاغلي ټرمپ د ولسمشریزو ټاکنو د لغوه کولو په هڅو کې څه رول درلود که نه.
کله چې د عدليې وزارت لوی څارنوال میرک ګارلینډ د سه شنبې پر ورځ وپوښتل شو چې، پر ټرمپ د لګول شویو تورونو د ځواب موندلو لپاره څومره اندېښمن دی؟ نوموړي په ساده ټکو ځواب ورکړ:" موږ ته هر څوک ځواب ورکوونکی دی."
ښاغلي ګارلینډ اېن بي سي نیوز ته ویلي:" فدرالي چارواکي به هر هغه چاسره قانوني چلن کوي چې له یوه کس بل ته د واک په سوله ییز لېږد کې د مداخلې مسوول وي."
نوموړي زیاته کړې، د هغه څه پلټنه چې د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې پېښ شوي، د دوی په تاریخ کې به تر ټولو ستره څېړنه وي.
له فدرالي څارنوالانو سربېره د امریکا کانګرس هم یوه پیاوړې کمېټه جوړه کړې چې چې پر کانګرس شوي برید څېړنه وکړي.
د کانګرس کمېټه چې له پنځو دیموکراتانو او دوه جمهوري غوښتونکو جوړه ده، تېره اوونۍ لسګونه شاهدان راغوښتي و چې داسې یوه دوسیه پرانیزي چې ټرمپ ۲۰۲۰ کال د ټاکنو لغوه کېدو هڅې پیل کړې وې چې په بریدونو پای ته ورسېدي.
په شاهدانو کې د سپینې ماڼۍ لوی درستیز مارک میډوز پخوانی لوړ پوړی همکاره کسیډي هاچینسن هم وه چې د ټرمپ پر ضد یې شاهدې ورکړې.
آغلې هاچینسن ویلي:"ما د ولسمشر خبرې واورېدې چې ویل یې، زه یې پروا نه لرم چې له وسلو سره راځي. دوی دلته نه دي راغلي چې ماته زیان واړوي، زما کسانو ته اجازه ورکړئ چې پلازمېنې ته ننوځي."
د مېرمن هاچینسن خبرو کمټې ته هغه څه په لاس ورکړل چې دوی یې په لټه کې و.
دا چې ټرمپ مخکې له مخکې په دې پوهېده چې ګواښ موجود دی خو د مخینوي لپاره يې څه نه کول.
د کانګرس غړو وړاندیز کړی چې ښايي د ښاغلي ټرمپ پر وړاندې د جنايي تورونو د پلان کولو کافي شواهد موجود وي خو پخپله د دې کار توان نه لري.