تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اروپا او امریکا کې ځنګلیز اورونه؛ "بایډن د اقلیم بېړني حالت پر اعلانولو غور کوي"
اروپا تېره اوونۍ د تودې هوا شدیده څپه تجربه کړه. ځینې اروپايي هېوادونه آن لا تر اوسه هم د ځنګلیزو اورونو د کنټرول او وژلو په هڅو بوخت دي.
دغو اورلګېدنو کې زرګونه هکتاره ځنګلي سیمې سوځیدلي او لسګونه زره کسان اړ شوي چې خپلې مېنې او کورونه پرېږدي.
دلته درسره د دغو اورلګېدونو ځینې عکسونه شریکوو.
اسپانیا
اسپانیا کې اور د تېرې پنجشنبې پر ورځ د کنري ټاپوګانو تنېریفې کې بل شو.
دغه اور بېلابېل ښارونه اغېزمن کړل او د باد لوري بدلون یې د کنټرول او وژلو چارې سختې کړې.
د تنېریفې ځینې اوسېدونکي خوندي ځایونو ته وایستل شول.
د دې ځای یوه اوسېدونکې وایي "هېښوونکې ده چې کور کې ناست یې او هېڅ د داسې څه د پېښېدو تمه نه لرې. بیا یو ناڅاپه اړ شې په بېړه، دوو دقیقو کې بکس، ماشومان او کورني ژوي درسره واخلې، ډېره سخته ده."
سلووانیا
د دغه هېواد لویدېځ کې ایټالیا سره پولې ته څېرمه د پنجشنبې او جمعې پر ورځو اورلګېدنې ښه په زور کې روانې وې.
کراس سیمه کې د ګڼو کلیو اوسېدونکي خوندي ځای ته وایستل شول.
زرګونو اور وژونکو هلته د اور د کنټرول او د لا ډېر خپرېدا هڅو کې برخه واخیسته.
یونان
د دغه هېواد په لېسبوس ټاپو کې د تفریح او ګرځندوی له یوې مشهورې سیمې بهرني سیلانیان او ځايي اوسېدونکي وایستل شول. د دې ځای غرني ځنګله کې لګېدلی اور ډېر ژر د ساحل تر غاړو ورسېد او یو شمېر کورونه یې له کومي تېر کړل.
ځینو د پاخه منګ کسانو بسونو ته تر ختلو وړاندې یوازې همدومره وکړای شول چې څو پلاستیکي کڅورو کې خپل مهم شیان ورسره واخلي.
فرانسه
د دغه هېواد په سویل لوېدیزه ګیروندې سیمه کې دوه ځایه لګېدلي اورونه اوس کنټرول شوي.
د بېړنیو خدماتو ادارې اور وژونکو شپه او ورځ د دغو اورونو د وژلو پر هڅو بوخت وو.
دلته هم لګېدلو اورونو زرګونه هکتاره سیمو ته زیان اړولی دی.
امریکا
پر اروپا سربېره امریکا کې هم د تودې هوا شدیده څپه رالوتې ده.
د دغه هېواد پلازمېنه واشنګټن ډي سي او دالاس کې د یکشنبې پر ورځ تودخه د سانتیګراد ۳۸ او ځينو سیمو کې ان تر ۴۱ درجو ورسېده.
د کلیفورنیا 'یوسېمیتي ملي پارک' ته نژدې لګېدلی ځنګلي اور د دې لامل شو چې د دغه ایالت ځینو برخو کې بېړنی حالت اعلان شي.
د دغه اور له کبله تر ۶۰۰۰ ډېر کسان له سیمې ایستل شوي او ۱۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
د اقلیم بېړنی حالت
له دې سره له امریکا په یوه بل خبر کې ویل شوي چې ولسمشر جو بایډن د اقلیم بیړني حالت په اعلانولو غور کوي.
دا خبره د اقلیم برخه کې د دغه هېواد استازي جان کیري بي بي سي ته کړې.
د اقلیم بېړني حالت اعلان به د امریکا حکومت ته دا واک ورکړي چې د زرغونې او بیا تجدید وړ انرژۍ لپاره خپلې پالیسۍ په پرانیستي لاس پر مخ یوسي.
د امریکا کانګرس او ستره محکمه د دغو پالیسو بشپړ ملاتړ نه کوي.
ښاغلي بایډن د چارشنبې پر ورځ د داسې تاسیساتو جوړولو کې مرستې لپاره ۲ اعشاریه ۳ میلیارد ډالر اعلان کړل، چې د خرابې هوا او نورو طبیعي ناورینونو پر وړاندې مقاومت ولري.
جان کیري ویلي نړۍ پر دې د پوهېدو په حال کې ده چې زرغونه انرژي انفلاسیون راکموي، د انرژۍ لګښتونه ټیټوي، دندې او بوختیاوې پيدا کوي او د روغتیا او امنیت ښه کېدو سره مرسته کوي.