د مغز سرطان؛ د ۱۸ کلنې لورا د ژوند یوازې یو کال پاتې و خو دې خپلې هیلې پوره کړې

د عکس سرچینه، The University of Manchester
بریتانیا کې یوې ۱۸ کلنې زدکوونکې ته ډاکټرانو ویلي وو چې د عمر دې یو کال پاتې دی او د سرطان ناروغۍ له کبله تر یوه کاله مرې.
دې تنکۍ پېغلې د مرګ پر ګواښ سربېره مټې بډوهلې او د خپلو هیلو پوره کولو هلې ځلې یې پیل کړې.
کله چې ډاکټرانو لورا ناتال ته وویل چې د سرطان په ناروغي اخته شوې، نوموړې سمدلاسه د خپلو هیلو لوی نوملړ جوړ کړ او د خپلو خوبونو پوره کولو لپاره یې ګامونه لا چټک کړل.
لورا هیله لرله چې د امریکا مخکینۍ لومړۍ مېرمنې میشل اوباما سره وویني چې په دې کار بریالۍ شوه.

د عکس سرچینه، The University of Manchester
همدارنګه دې غوښتل چې د شاهي سمندري ځواک له قومندان سره وویني چې دا لیدنه یې هم ترسره کړله.
لورا له مشهور ټوکمار پیټر سره میکدې ته لاړه ځکه دا یې هم یوه هیله وه.
هغه لویه هیله چې د سرطان یادې ناروغې درلوده هغه د لوړو زدکړو ترسره کولو هیله درلوده.
لورا ناتال وايي: "ډاکټرانو راته وویل چې نوره پوهنتون ته نه شم تلی. ما فکر نه کاوه چې زه به له پوهنتونه فارغه شم."
لورا خپله دا هیله هم پوره کړه خو څنګه؟

د عکس سرچینه، Mark Nuttall
نوموړې ته ډاکټرانو په ۲۰۱۸ کال کې وویل چې د مغزو په سرطان اخته ده او د ژوند کولو لپاره یې یوازې یو کال عمر پاتې دی.
لورا د دې خبر په اورېدو د خپلو هیلو پوره کولو ترڅنګ خپلې درملنې ته ښه کلکه ودرېده.
نوموړې جرمني ته لاړه او هلته یې د مغزو د تومور جراحي عملیات ترسره کړل، د مغزو سرطان ډېر خطرناکه وي او عملیات یې له ګواښونو ډک وي.
لورا په بخت بیداره وه له دې مرګونې ناروغۍ او عملیاته روغه ووته.
نوموړې خپلې لوړې زدکړې ترسره کړې او دمګړۍ چې ۲۲ کلنه ده بریتانیا کې د منچسټر له پوهنتونه تازه فارغه شوه.






















