تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بوډا مسلمان د مالکم اېکس قتل کې په تېروتنه د خپل زندان مودې تاوان غواړي
هغه سړي چې د مشهور امریکايي فعال مالکم اېکس وژلو کې په تېروتنه تورن او بندي شوی و، قضايي دعوا راپورته کړې او د بند د مودې بدل کې ۴۰ میلیون ډالر تاوان غواړي.
محمد عزیز د خپل ژوند ۲۰ کلونه په زندان کې د یوه داسې جرم د سزا بدل کې تېر کړل، چې مجرم بل څوک و. محکمې په ۱۹۸۵ کال دی په مشروط ډول خوشی کړ، خو مخکې یې په تېروتنه بندي کړی و. تېر کال، محکمې د نویو ثبوتونو له کبله دده د ملامتیا تور لغوه کړ او د تورپوستي مسلمان او د حقونو د فعال مالکم اېکس د وژلو دوسیه کې دی سپین وخوت.
۸۴ کلن عبدالعزیز د نیویارک له چارواکو د ۲۰ کلونو د بند د مودې تاوان غوښتی، چې په وینا یې ۲۰ کاله له خپلو حقونو بې برخې او بندیوان و.
عزیز چې د امریکا سمندي ځواکونو پخوانی پوځي دی، په ۱۹۶۵ کال د مالکم اېکس د وژلو قضیه کې بندي شو، دی اوس شپږ ماشومان لري.
د قتل دا جرم د نیویارک ادوبون کې وشو، پر مالکولم چې وینا یې کوله دریو وسلو والو ډزې وکړې.
هغه مهال عزیز او خلیل اسلام ونیول شول، اسلام په ۲۰۰۹ کال ومړ. دی ۲۲ کاله بندي او بیا خوشی شو.
عزیز او اسلام د (امة الاسلام) تنظیم غړي و، چې په ۱۹۶۴ کال مالکم اېکس له دې ډلې جلا شو. که څه هم ښکاره ثبوتونه وړاندې نه شول، خو عزیز او اسلام د مالکولم د قتل قضیه کې ونیول شول.
یوه دریم کس پر مالکم اېکس برید کې د خپل ګډون شاهدي وویله او د عزیز او اسلام د براءت لپاره یې ګواهي ورکړه.
تالمادج هیر چې د قتل قضیه کې یې ځان شریک باله ونیول شول، خو محکمه کې یې وویل چې د دغه مسلمان فعال قتل کې عزیز او اسلام هېڅ لاس نه لري.
هیر د اویایمې لسیزې پای کې رسماً وویل چې څلور کسان د مالکولم په قتل کې شریک دي.
په ۲۰۲۰ کال د عزیز او اسلام وکیل ډېوېډ شاینس وویل: "محمد عزیز او اسلام خلیل تورن شوي او په زندان کې یې د محکمې د ناسم چلن له کبله لسیزې تېرې کړې دي او د دوی هغه حقونه یې سلب کړي چې اساسي قانون ورکړي دي".
شاینیس زیاته کړه: "ډېر ځنډ له عدالت نه د محرومېدو په مانا دی. ښاغلی عزیز ۸۴ کلن شوی، خو ښاغلی اسلام له بده مرغه مخکې له دې چې سپین وخېژي مړ شوی دی".
تېر کال د مالکم لوڼو د نویو مالوماتو پربنسټ د قتل په دې قضیه کې د بیا څېړنو غوښتنه کړې وه.
دا غوښتنه د هغه پوځي ریمونډ ووډ د لیکلي پیغام له کبله راپورته شوې چې د مرګ له بسترې یې په ۱۹۶۵ کال لیکلې وه او د قتل پېښېدو پرمهال دی هلته په دنده و.
د ښاغلي ووډ کورنۍ وايي، دا لیک داسې انګېري چې ګنې د نیویارک پولیسو او د فیدرالي څېړنو دفتر (اېف بي ای) دا قضیه کې دسیسه جوړه کړې او د جرم جزییات یې پټ کړي دي.
ووډ ویلي ده ته دنده سپارل شوې وه چې د مالکم اېکس د امنیت نیولو کسان د هغه سالون په دروازه کې پرېنښودل شي چې هلته قتل رامنځ ته شو.
د دغې کورنۍ د څرګندونو پربنسټ، ووډ وصیت کړی و چې دا لیک به یې له مرګ وروسته خپرېږي، هسې نه چې په ژوندون چارواکي غچ ترې واخلي.
کله چې مالکم اېکس ووژل شو، هغه ته د "مسلمان امت" خوځښت د وتلو مشرانو په سترګه کتل کېدل، خو وروسته له دې خوځښت ووت او د تورپوستو د وسله والې ټولنې د جلاوالي په اړه یې له سختو څرګندونو ډډه وکړه.
خو بیا هم د تورپوستو د یووالي، پر ځان د باور لرلو یو لېوال او مدافع فعال و.