طالبان: د مولوي سردار ولي ثاقب وژل د مفسدو عناصرو کار دی

    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان یو اوڅار سلفي دیني عالم، مولوي سردار ولي ثاقب، په کابل کې وژل شوی دی. د هغه د کورنۍ غړو بي بي سي ته تایید کړې، چې هغه بېګا په خپل کور کې په یوه وسله وال برید کې په نښه کړل شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مولوي ثاقب د وژل کېدو غبرګون کې ویلي، د علماوو وژل د هغو مفسدو عناصرو کار دی چې "غواړي مسلمانان په خپل منځ کې سره بدګومانه او په فتنو اخته کړي".

ښاغلي مجاهد پر ټویټر لیکلي، مسلمانان باید د علماوو د وژل کېدو د دسیسې ښکار نه شي. تر اوسه د مولوي سردار ولي ثاقب د وژلو مسؤلیت کومې ډلې یا کوم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د ښاغلي مجاهد په وینا، "شیخ صاحب سردار ولي له اسلامي امارت سره بیعت کړی وو د امارت مخالفت یې بغاوت باله او د فتنه ګرو مخالف و."

د طالبانو دغه چارواکی وايي، شیخ سردار ولي "تېره ورځ پخپل کور کې د یو تن ورغلي مېلمه لخوا په چړو وهل شوی او شهید شوی دی" چې په وینا یې د طالبانو امنیتي ځواکونه یې د قاتل په لټه کې دي چې ژر به یې پیدا او د "شریعت" منګولو ته وسپاري.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت کې د کابل پولیس هم وايي چې "د ننګرهار ولایت یو تن دیني عالم «شیخ سردار ولي» په خپل کور کې په مرموز ډول وژل شوی دی".

د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویلي، د کابل امنیه قومندانۍ به دا پېښه په جدي توګه وڅېړي او له بشپړېدو وروسته به یې جزییات له رسنیو سره شریک کړي.

مولوي ثاقب د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ د نکړ خېلو سیمې اوسېدونکی و. نوموړی له اوږدې مودې راهیسې د جلال اباد په نارنج باغ سیمه کې یوه دیني مدرسه درلوده، چې ګڼ شمېر زدکوونکي یې درلودل.

مولوي ثاقب خپله هم په دې مدرسه کې د قرآن کریم، ترجمې، تفسیر او حدیث درس ورکاوه.

د یادونې ده، چې له دې مخکې هم په افغانستان کې د سلفیه عقیدې ځینې دیني عالمان په نښه شوي دي، چې د مولوي سردار ولي ثاقب د مدرسې استادان هم پکې شامل دي.

د مولوي ثاقب په هکله ویل کېږي، چې په سیاست کې یې ډېره ونډه نه درلوده، خو د دیني عالم او مفتي په حیث یې پراخ شهرت درلود.

د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو له لوري هم په دا وروستیو کې د افغانستان په ختیځ کې د سلفي عقیدې د پیروانو په هکله اندېښنه ښوول شوې وه، چې ګواکې په مرموز ډول په نښه کېږي.