د ونو او ژویو ګڼ نسلونه د ورکېدو خطر سره مخ دي؛ لامل یې څه دی؟

صاف کردن جنگل

د عکس سرچینه، Rich Carey

د خپرېدو وخت

د یوې لویې نوې څېړنې له مخې، په نړۍ کې په هرو پنځو کسانو کې یو یې د خوړو او معیشت لپاره په څارویو، ځناورو او بوټو تکیه کوي.

دې څېړنې په ډاګه کړې چې په څارویو، ځناورو، بوټو او ځنګلونو دا ډول تکیه به تر ډېره دوام ونه کړي او دا د خوړو امنیت له ګواښ سره مخامخ کوي.

په ۲۰۱۹ کال کې کارپوهانو اټکل کړی و، چې ممکن په راتلونکو څو لسیزو کې د نباتاتو او څارویو یو میلیون بېلابېل ډولونه له منځه ولاړ شي.

د څارویو او بوټو دا ډول له منځه تلل یا د نسل ورکېدو لوی لامل په نامسلکي ډول د ځنګلونو قطع کول او ښکار کول دي.

راپور کې راغلي، له ځناورو او ځنګلونو ګټه اخیستنه، د انسانانو او چاپېریال لپاره اوږدمهاله اړتیا ده.

د اقلیم بدلون او د تقاضا زیاتوالی کېدای شي د دې لامل شي چې د ځمکې په مخ د یادو څېزونو نور ډولونه هم د ورکېدو کندې ته وروغورځوي او د خوړو خوندیتوب نور هم له خطر سره مخ کړي.

د دغې څېړنیزې ډلې وروستۍ ارزونه چې د جرمني په بون ښار کې ۱۳۹ هېوادونو تایید کړې، په دې تمرکز کوي چې څنګه د کب نیولو، ښکار کولو او د ځنګلونو وهلو مسلکي ډول دود کړي، چې هم په دوامداره توکه ترسره شي او هم د خوړو خوندیتوب رامنځ کړي.

دې ډلې موندلې چې په ټوله نړۍ کې میلیاردونه خلک د خوراکي توکو، درملو او سونګ توکو ترلاسه کولو لپاره په ځناورو، څارویو او بوټو باندې تکیه لري.

صید ترال

د عکس سرچینه، Wild Poets Society

انسانانو د پورته یادشویو څېزونو ۵۰،۰۰۰ بېلابېل ډولونه خپلو ګټو ته ځانګړې کړي دي.

دا تازه څېړنه د طبیعت د پراخ استعمار انځور په ډاګه کوي، د وحشي کبانو یو پر دریمه برخه یې په ناسم ډول ښکار کېږي، له ۱۰ سلنه ډېرې ځنګلي ونې له ګواښ سره مخامخ دي، او له ۱،۳۰۰ څخه ډیر تی لرونکي حیوانات په نامسلکي توګه د ښکار له کبله د ورکېدو په حال کې دي.

د دغه راپور له مخې، هغو ګامونو کې چې د دغو ستونزو له حل سره به مرسته وکړي، د کبانو، څارویو او نورو ژویو ناقانوني سوداګرۍ سره مبارزه، د ځنګلونو ښه مدیریت او د ځمکو او ځنګلونو ساتلو کې د خلکو د حقونو پېژندل شامل دي.

ډاکټر ژان مارک فروینټین وايي، په ناسمه توګه له ځنګلونو او حیواناتو ګټې اخیستنې له ټولو زیات پرمختللو هېوادونو کې کلیوال زیانمن کړي دي.

د دغې تازه څېړنې اړین ټکي:

  • شاوخوا ۵۰.۰۰۰ وحشي مخلوق/ځنګلي مخلوقات د خوړو، سونګ توکو، سینګارتوکو، درمل، سیاحت او نورو موخو لپاره کارول کیږي.
  • له ځنګلي مخلوقاتو په دوامدار توګه کار اخیستل د خلکو او طبیعت لپاره ډېر اړین دي، ځکه چې د نړۍ ميلیاردونو خلک پرې تکیه لري.
  • د اقلیم بدلون او د دې محصولاتو لپاره د تقاضا زیاتوالی، د ونو وهل، ښکار ، او د کب نیولو میتودونه چې ډیری وخت په ناسمه توګه ترسره کېږي په راتلونکي کې د یادو طبعي سرچینو پایښت لا زیات له ګواښ سره مخ کوي.
  • د دې ستونزو د حل لپاره "انقلابي بدلونونو" ته اړتیا ده.

د راپور په اړه د ملګرو ملتونو د چاپېریال د پروګرام اجراییوي مشر انګر انډرسن وویل، د حیواناتو او نباتاتو اوږدمهاله استعمال کولی شي د چاپیریال ساتنې او له طبیعت سره په سوله ییزه توګه د ژوند کولو لپاره قوي لامل وي.

صاف

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړي وویل: "نن د یادو مخلوقاتو یو میلیون ډولونه د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دي او له دوی نه په ناسمه او نامنظمه توګه ګټې اخیستنې لا ستونزې لویې کړې دي.

د مثال په توګه، د ځنګلي ژوند د ځنګلي مخلوقاتو ناقانونه سوداګرۍ د ۲۳ میلیارد ډالرو سوداګري ده چې د یو څو بې وجدانه خلکو جیبونو ته ځي. دا خلک د طبیعت او ایکوسیستم په لګښت بډایه کېږي."

نوی راپور، پالیسي جوړوونکو ته نوي شواهد وړاندې کوي چې له طبیعي مخلوقاتو په دوامداره توګه ګټې اخیستنې ته وده ورکړي.

ټاکلې دا علمي خبرې اترې د روان کال په بهیر کې ترسره شي او ځای به یې هم مونټرال وي ترڅو د زیستي تنوع د ویجاړۍ مخه ونیولی شي چې چاپېریال کې د رنګارنګۍ د ورانېدو مخه ډب شي.