ایوانکا ټرمپ لانجمنه لوېدیځه صحرا کې څه کوي؟

د خپرېدو وخت

د مراکش رسنیو ویلي، چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ سیمې ته د سفر په درشل کې لانجمنې لوېدیځې صحرا ته ځي، چې له لسیزو راهیسې له مراکش نه د خپلواکۍ په هڅه کې ده.

ایوانکا مراکش ته د روانې میاشتې لومړیو کې له خپل مېړه او کورنۍ سره تللې ده.

ایوانکا ټرمپ هلته د "محلفه" په نامه دودیزې جامې اغوستې دي، چې ځینو یې دا کار غندلی او نورو بیا ستایلی دی.

مراکش ته په وروستي ځل ایوانکا ټرمپ په ۲۰۱۹ کال په درې ورځني سفر تللې وه،‌ چې د سفر هدف یې د ښځو لپاره د اقتصادي پرمختګ دودول ښودل شوي وو.

لوېدېځه صحرا د سیلانیانو لپاره پام وړ ځای نه دی، چې د بریتانیا د حکومت د سپارښتنو له مخې، هلته باید مسافر شپه او ورځ د احتمالي برید په خاطر ویښ پاتې شي.

د ولسمشر ټرمپ د واکمنۍ پر مهال امریکا د مراکش هغه غوښتنه ومنله چې له اسراییلو سره د اړیکو عادي کولو بدل کې به ټوله لوېدیځه صحرا د مراکش برخه وي.

د ۲۰۲۰ کال ډیسمبر په یاده معامله کې تل ابیب او رباط کې د اړیکو د دفترونو بېرته پرانیستل هم شامل وو، چې دا دفترونه په ۲۰۰۰ کال د فلسطنیي پاڅون او شخړې تر رامنځ ته کېدو وروسته د اړیکو تر ترینګلتیا وروسته تړل شوي وو.

لوېدیځه صحرا مخکې د اسپانیا مستعمره وه، چې په ۱۹۷۵ کال مراکش له خپلې خاورې سره یوځای کړه، له هماغه وخت راهیسې پرې د مراکش او د صحرا د اصلي خلکو او ولسونو ترمنځ اوږده لانجه ده.

هلته د بولیساریو په نامه جبهه د خپلواکۍ مخکښه ډله ده.

د لوېدېځې صحرا بغاوت چې ۱۶ کاله یې دوام وکړ، په ۱۹۹۱ کال د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د سولې تړون پای ته ورسېد، که څه هم د خپلواکۍ اخیستو لپاره د نظر پوښتنې ترسره کېدو ژمنه وشوه، خو لا تراوسه دا کار نه دی شوی.