تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
۱۰۵ کلنې بوډۍ د ځغاستې سیالۍ کې ریکارډ جوړ کړ
د خپرېدو وخت
رمبای چې په بولت دادي (بولت نیا) هم مشهوره ده، د هند ګوجرات په ودودارا د ځغاستې سیالۍ کې په ۴۵،۴۰ ثانیو کې د ۱۰۰ مترو منډو سیالي ګټلې ده. په سیالۍ کې یوازې رمبای د ډېر عمر (۱۰۵ کلونو) لرونکې وه، که څه هم هرچا خپل لوبغاړی چټکو ځغاستلو ته هڅاوه، خو د رمبای خپلوانو بیا دې ته د ورو کېدو سپارښتنه کوله.