۱۰۵ کلنې بوډۍ د ځغاستې سیالۍ کې ریکارډ جوړ کړ

د ویډیو تشریح، ۱۰۵ کلنې بوډۍ د ځغاستې سیالۍ کې ریکارډ جوړ کړ
د خپرېدو وخت

رمبای چې په بولت دادي (بولت نیا) هم مشهوره ده، د هند ګوجرات په ودودارا د ځغاستې سیالۍ کې په ۴۵،۴۰ ثانیو کې د ۱۰۰ مترو منډو سیالي ګټلې ده.‌ په سیالۍ کې یوازې رمبای د ډېر عمر (۱۰۵ کلونو) لرونکې وه، که څه هم هرچا خپل لوبغاړی چټکو ځغاستلو ته هڅاوه، خو د رمبای خپلوانو بیا دې ته د ورو کېدو سپارښتنه کوله.‌